د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د داعش د فعالیت په اړه د روسیې او ایران اندېښنو ته د افغان حکومت ځواب!


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو له طالبانو سره د سولې په تړاو پر روانو بحثونو او په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه د روسیې او ایران اندېښنو ته د افغان حکومت پر ځواب لیکنې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د داعش په تړاو د روسیې او ایران اندېښنو ته د افغان حکومت ځواب یو پر ځای اقدام بللی او لیکلي یې دي، په‎کار وه چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په تړاو د روسیې اندېښنې لیرې کړای شي.

ورځپاڼه لیکي:

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د روسیې او ایران اندېښنو او انتقادونو ته د ځواب ویلو تر څنګ یو ښه وړاندیز دا وکړ چې په رسنیو کې پر یو بل د تورونو لګولو پر ځای په‎کار ده چې دواړه لوري سره کېني او د داعش په تړاو اسناد، شکونه او شوي اقدامات له یو بل سره شریک کړي.

ورځپاڼې ټینګار کړی دی چې دا خبرې باید پر ثبوتونو او شواهدو ولاړې وي چې پایله‌یې هم باید د دواړو لورو ترمنځ باور زیات کړي.

ورځپاڼې افغان حکومت ته هم سپارښتنه کړې چې په زیات روښانه ډول د روسیې اندېښنو ته ځواب ووایي او په‎دې ډول په افغانستان کې د روسیې او امریکا د سیالۍ او نیابتي جګړې شونتیا راکمه کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په افغانستان کې د داعش د فعالیت او د بې‌نېښانه الوتکو له لوري د دوی د اکمالاتو په اړه د سیمه‎ییزو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

ښاغلي اتمر د کابل پروسې په غونډه کې له هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د داعش د فعالیت په تړاو شکونه لري، غوښتي چې په‎دې اړه دې خپل اسناد شریک کړي.

د ورځپاڼې په وینا ښاغلی اتمر په‎دې باور دی چې سیمه‎ییز تحقیقات کولای شي، د مخکې تګ زمینه برابره کړي، څو هر هېواد خپلو پوښتنو ته ځواب ومومي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي اتمر د غونډې ګډون‎والو ته ډاډ ورکړی چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې، مهم قومندانان‌یې وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

د سولې د وړاندیزونو په اړه د طالبانو خاموشي بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د کابل پروسې په دوهمه نړیواله غونډه کې د افغان حکومت له‎خوا طالبانو ته د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو خاموشي د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ورځپاڼې لیکلي چې افغان حکومت د خبرو د پیل له‎پاره د اوربند وړاندیز وکړ، خو طالبان یوه موقع هم له لاسه نه‌ورکوي او حملې کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه حالت په ډاګه کوي چې طالبان د پنجاب تر سخت فشار لاندې دي او هېڅ ډول خپلواکي نه‎لري، څو د سولې له بهیر سره یوځای شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبان باید د سولې له‎پاره له رامنځته شوي وروستي فرصته ګټه پورته کړي او د خبرو مېز ته دې حاضر شي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان ولسمشر تېره اوونۍ د کابل پروسې په دوهمه نړیواله غونډه کې طالبانو ته له بې‌قید و شرط د خبرو وړاندیز وکړ.

ورځپاڼه د سولې د عالي شورا په حواله لیکي چې طالبان کولای شي، د خبرو په مېز خپلې غوښتنې په ازادانه توګه مطرح کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او ترورېزم په دې هېواد کې له‎منځه ولاړ شي، نو د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه هم برابرېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت یو اساسي علت ترورېزم دی او که طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شي، نو په هېواد کې راټول شوي بهرني ترورېستان له ماتې سره مخامخ کېږي او په‎دې توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه هم برابرېږي.

XS
SM
MD
LG