د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۱

د ایټالیا يوه ګوند هم د حکومت د تشکيل لپاره اکثريت نه‌دي ګټلي


نظرپوښتنې ښيي هغسې چې ګومان کېده د سيلفيو برلسکوني مرکزي ښي اړخي ائتلاف د ايټاليا په ملي انتخاباتو کې اکثريت رأيې وګټي، خو اوس داسې ښکاري چې يوه ګوند يا ائتلاف هم د حکومت د تشکيل لپاره اکثريت نه‌دي ګټلي.

پرون ناوخته په نظرپوښتنو کې ويل شوي وو، د برلسکوني ائتلاف به له ٣٣ څخه تر ٣٦ فيصدو پورې رأيې وګټي، خو د ايټاليا د انتخاباتو د پېچلي سيسټم له مخې د اکثريت خپلولو لپاره احتمالاً ٤٠ فيصده رأيو ته اړتيا ده.

په همدې حال کې «RAI» ټلوېزيون اټکل کړى چې مرکزي ښي اړخى ائتلاف به د پارلمان په ولسي جرګه کې له ٢٢٥ څخه تر ٢٦٥ پورې سيټونه خپل کړي، خو د اکثريت لپاره ٣١٦ څوکيو ته اړتيا ده.

سيلفيو برلسکوني چې ٨١ کلن دى او درې واره د ايټاليا صدراعظم پاتې شوى، اوس نه‌شي کولاى چې بيا پر دې مقام پاتې شي، ځکه دى په ماليه کې په درغلۍ محکوم شوى، خو دى غواړي په اينده حکومت کې کليدي رول ولري.

XS
SM
MD
LG