د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۹

کورنیو چارو وزارت: د پولیسو په چوکاټ کې پیل شویو اصلاحاتو ښه نتیجه ورکړې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو لپاره نوي ستراتیژي او پالیسي له پخوانیو تګ‎لارو ښه بولي وايي، د دغې پالیسي له مخې په پولیسو اعتبار د بیا راژوندي کېدو په حال کې دی.

د یاد وزارت د ستراتیژی او پالیسی مرستیال شاه ولي صافی وايي، تدوین شوي څلور کلنې ستراتیژی چې پیل یې له کابله شوی، تر دې دمه ښه نتیجه ورکړې.

نوموړی وايي:

"د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په چوکاټ کې اصلاحات پیل شوي چې لومړی له کابله پیل او تاسې یې عملي نتیجې وینئ، انشالله دا پروسه به په ټول افغانستان کې عملي کېږي او موږ د دې ویاړ لرو چې زموږ اصلاحي پروګرامونه او عملي اقدامات د ټولنې د ښه ملاتړ څخه برخمن دي."

شاه ولي صافی
شاه ولي صافی

ښاغلي صافي دا څرګندونې د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ هغې غونډې ته وکړې چې د سرتیري د ورځې په مناسبت د مدني ټولنو له‎خوا جوړه شوي وه.

دی وايي، د پولیسو په لیکو کې د هغه شعار عملي کېدو ته هم جدي کار کېږي چې پولیس باید د ټولنې د هر وګړي خدمتګار وي، نه د یوې ډلې یا یوه شخص.

افغان حکومت د تېرکال راهیسې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا او ښه سمبالنې په هدف څلور کلن امنیتي پلان ترتیب کړ.

د چارواکو په خبره د دغې پلان په عملي کېدو به افغان ځواکونه لاغښتلي او مسلکي شي.

د دې ترڅنګ په کابل کې له وروستیو پراخو حملو او د جنایي جرمونو د پېښېدو په اړه د انتقادونو له ډېرېدو سره د کابل لپاره هم ځانګړی امنیتي پلان جوړ شو.

دا پلان چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې جمهوري ریاست هم په پرانسېپ کې تأیید کړه چې له مخې یې د کابل د ټولو حوزو امرین، مرستیالان، د جنايي جرمونو امرین او د کشف او کنټرول برخې امرین د ازموینې له مخې نوي معرفي شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا اصلاحات یو بې سابقې ګام بولي.

د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر هم د اصلاحاتو لپاره ځينې تحرکات تأییدوي، خو وايي، د نظم او د قوانینو یو شان تطبیق ته باید لا جدي کار وشي.

نوموړی زیاتوي:

"دا زه نه ردوم چې څه نه‎دي شوي، څه تحرک یې منځته راوستلای بدلون او تغیرات راغلي او هڅه کېږي چې تغیرات راشي، نو زه په دې باور یم چې دا هڅې که دوام پیدا کړي حمتاً مثبتې واقع کېږي."

ښاغلی فقیر وايي، په خپل وخت د اوامرو تطبیق، نظم او ډسپلین په امنیتي ځواکونو د خلکو باور لوړوي چې دا کار د دوه طرفه همکاریو سبب ګرځي.

د ده په باور د اصلاحاتو لپاره په په تدوین شویو پالیسیو باید بسنه ونه‎شي، بلکې د اصلاحاتو د تطبیق او تغیراتو لپاره د لا جدي او پراخو عملي اقداماتو اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG