د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۱۸

امریکا، جرمني او ناټو د اټمي وسلو په اړه د پوتین وینا د اندېښنې وړ بللې


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ، د جرمني صدراعظمې انګېلامرکل او د ناټو مشرتابه د روسیې د ولسمشر ویلادیمیرپوتین پردې وینا چې هېواد یې نوې اټمي وسلې جوړې کړي یا یې جوړوي، اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جرمني د حکومت په بیان کې چې پرون جمعه خپور شو، راغلي چې مېرکل او ټرمپ په دې اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو منلې چې داسې وسلې به داټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي پر نړیوالو هڅو ناوړه اغېز وکړي.

ټرمپ او انګېلا مرکل
ټرمپ او انګېلا مرکل

د روسیې ولسمشر د مارچ په لومړۍ نېټه، ولس ته په کلنۍ وینا کې وویل چې هېواديې نوې وسلې جوړې کړي دي.

پوتین ادعا وکړه چې نوې وسلې یې د نړۍ په هرکونج کې نښه وېشلائ او د امریکا د مزائیلو دفاعي سیسټم خنثی کولائ شي.

ویلادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د خپل حکومت لوړرتبه چارواکو او د پارلمان غړیو ته پر کورنیو مسایلو د خپلو راتلونکو پلانونو پر جزئیاتو خبرې وکړې، غرب ته يې د خبرداري په توګه، ګوته وڅندله او ویې ویل چې غربي هېوادونه د روسیې د شاته کولو هڅې کوي.

رپوټونه وايي، پوتین په دې وینا کې ډاډه څرګندېدی چې د جمهوري ریاست بله دوره به وګټي.

په روسیه کې د مارچ پر اتلسمه نېټه د جمهوري ریاست انتخابات دي.

د ناټو ویاندې پرون په یوه بیان کې چې جزئیات یې رويټرز خبري اژانس خپاره کړل، ویلي چې د ناټو په اړه د پوتین خبرې تخریبونکې دي او د منلو وړ نه وې.

د ناټو په بیان کې ویل شوي چې روسیه په اروپا کې د امریکا او ناټو د مزايلو د ګډ دفاعي سیسټم هدف نه ده او دا تړون په اروپا کې د سړې جګړې بیا پیل یا د وسلو رقابت نه غواړي.

د روسیې ولسمشرد امریکا د ان بي سي ټلوېزیون له خبريالې، مېګن کېلي سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ په امریکا کې خپره شوه، ویلي چې روسیه به یوازې په فوق العاده شرایطو کې له نویو اټمي وسلو کار اخلي.

ویلاديمیر پوتین
ویلاديمیر پوتین

ویلادیمیرپوتین وویل:

"یوشمېر بالستیک مزائیل چې په نړیواله کچه اهداف ویشتلائ شي باید وازمویل شي اوکار یې بشپړ شي، ځیني یې تیار دي او د یو شمېرنورو د جوړولو کار پیل شوی دی."

پوتین له ان بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، نوي اټمي وسلې یې پرخپل هېواد د اټمي یا داسې حملې د مخنیوي لپاره جوړې کړې د روسیې د دولت بقا له خطر سره مخامخ کولائ شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې د پوتین د دې خبرو په وړاندې په غبرګون کې ویلي، د روسیې حکومت د خپل نړیوال تعهد خلاف، له تېرې یوې لسیزې راهیسې د بې ثباتۍ لپاره د وسلو جوړولو سیسټمونو ته پراختیا ورکړې ده.

خو د کرېملېن ویاند پرون وویل چې هېواد یې د وسلو د کنټرول پرهېڅ نړیوال تړون تېری نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG