د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۸

سرابي: دا چې طالبانو تر اوسه د سولې وړاندیز نه دی رد کړی، د پام وړ مسئله ده


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا چې طالبانو تراوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیز نه دی رد کړی، دا د پام وړ خبره ده

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي، طالبانو ته د سولې په اړه د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني د تازه وړاندیز په هکله، اوس د دغې ډلې وار دی چې یو قناعت بخښوونکی ځواب ووایي او خپل دریځ روښانه کړي.

اغلې سرابي د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال کب۱۱» ازادي راډیو ته وویل چې دا چې طالبانو تر اوسه د افغانستان د جمهور رئیس نوی وړاندیز نه دی رد کړی، دا د پام وړ خبره ده.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

نوموړې زیاته کړه:

"اوس د طالبانو وار دی چې د ټولو مسایلو په اړه چې ورته راجع شوي، قناعت بخښوونکی ځواب ولري، موږ دغه اقدام ته منتظر یو، دا چې نه ردېږي د پام وړ ده، باید په دې برخه کې دقت وشي، خو اندېښنه په کې نشته."

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان جمهور رئیس اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې وویل، که طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي، دولت تیار دی چې دغه ډله د یو سیاسي ګوند په توګه وپېژني.

کوم طالبان چې د سولې له پروسې سره یوځای کېږي له تورلسته یې د نومونو ایستل او د امنیت تامینول یې نور وړاندیزونه دی چې د افغانستان جمهور رئیس کړي دي.

ښاغلي غني د دغو وړاندیزونو په مطرح کولو سره ویلي چې حکومت چمتو دی چې پرته له قیدوشرطه،له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د دغو څرګندونو وروسته ځینو بهرنیو رسنیو، د طالبانو له لورې په دې اړه یو لړ پیامونه خپاره کړي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د محمد اشرف غني د تازه خبرو پر وړاندې دوی هېڅ دریځ نه دی غوره کړی.

بلخوا یوه ورځ مخکې د افغانستان د جمهور رئیس د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته ویلي چې که طالبان زموږ له اجنډا څخه وتلي وړاندیزونه ولري، کولی شي چې د سولې په خبرو کې یې مطرح کړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان دولت منتظر دی چې طالبان د جمهور رئیس وړاندیزونه رد نه کړي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ هیله داده چې رد نه شي او طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي، ځکه دا په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسېدو یوه اساسي لاره ده."

خو که طالبان دغه وړاندیزونه رد کړي، حکومت به کوم دریځ غوره کړي، ښاغلي فیصل په دې اړه څه ونه ویل، خو تاکید کوي چې طالبان له دغه رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG