د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۷

ټرمپ وايي د فولادو او المونیم پر وارداتو مالیه وضعه کوي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې په پام کې لري چې د فولادو او المونیم پر وارداتو مالیه وضع کړي.

پر دې پلان په ټوله نړۍ کې د امریکا متحدانو او رقیبانو انتقادونه کړي دي.

ښاغلي ټرمپ پرون وویل، په بله اوونۍ کې به د هغو اقداماتو سند لاسلیک کړي چې له مخې یې تر نامعلومې نېټې پورې امریکا ته د وسپنې پر وارداتو په سلو کې ۲۵ او د المونیم پر وارداتو په سلو کې لس مالیه وضع کېږي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د فلزي تولیداتو له مشرانو سره په کتنه کې وویل چې حکومت له مودو وروسته د لومړي ځل لپاره د هغوی لپاره محافظوي اقدامات په پام کې نیسي.

د نورو هېوادونو- په تېره د چین د صنعتي تولیداتو د زیاتېدو له کبله په امریکا کې د فلزي تولیداتو بیې ټیټې شوې دي.

دا اقدام د ولسمشر ټرمپ له هغې ژمنې سره سم کېږي چې ویلي یې و، په نړیواله سوداګرۍ کې د امریکا په ګټه معاملې به زیاتې کړي.

چین د دې اعلان په وړاندې تراوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو د اروپايي کمیسېون مشر ژان کلود یونکر وویل اروپايي ټولنه پر دې اقدام ژوره خواشیني څرګندوي.

یونکر دا پرېکړه د نړیوالې سوداګرۍ د ټولنې د اصولو له مخې غیرقانوني وبلله او زیاته یې کړه چې اروپايي ټولنه به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره قاطع او مناسب اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG