د تخار د ماورای کوکچه درېیو درقد، ینګي قلعه او د خواجه بهاوالدین ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د خپلسرو وسلهوالو له ځورونو او زور زیاتي څخه په تنګ راغلي دي.
دوی وايي، دغه ټوپکیان په وسلهوالو غلاو، د مخدره توکو په قاچاق او په مرموزو قتلونو کې هم لاس لري.
دغه خلک ادعا کوي چې د ماورای کوکچه په ولسوالیو کې د غیر مسؤله وسلهوالو ملاتړ په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازي قاضي کبیر مرزبان لهخوا کېږي.
د تخار د ینګي قلعه ولسوالیو دوو تنو اوسېدونکو ګل محمد او خدایداد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په دې ټول پوهېږي چې د دغو خپلسرو ټوپکیانو ملاټر څوک کوي، همدې ټوپکیانو زموږ ځمکې غصب کړې دي او په سیمه کې خلک په بېلابېلو نومو ځوروې او حتی پر خلکو باندې ډزې هم کوي."
"دغه ټوپکیان ټول غله او قاچاقبران دي او دوی غواړي چې زموږ ولسوالۍ نا امنه کړي او د خپلو غیر قانوني کارونو ته زمېنه برابره کړي او موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې په سیمه کې د دغو خپلسرو وسلهوالو مخه ونیسئ."
د هغوی د خبرو پر بنسټ چې دغه غیر مسؤله وسلهوال او سیمهییز زورواکي همغه پخواني جهادي قوماندانان دي چې په کورنۍ جګړه کې له یو بل سره ښکر په ښکر وو او اوسمهال دغه کسان په مرکزي حکومت کې د ځینو جګپوړو چارواکو او د ځینو والیانو لهخوا اداره کېږي.
د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي بصیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"همدغه غیر مسؤله وسلهوال د نشهيي توکو او د مشروباتو په قاچاق کې لاس لري او همدا ټوپکیان له وسلهوالو طالبانو سره هم لاس لري او په همدې خاطر دوی په سیمه کې پر ناامنیو لاس پورې کوي ترڅو خپلو غیر قانوني کارونو ته زمینه برابره کړي."
په ورته وخت کې د تخار په ماورای کوکچه ولسوالیو کې د ولسي پاڅون کوونکو مشر ملک تاتار خپل ملاټر د ملي یووالي له حکومت څخه اعلان کړ او زیاتهیې کړه چې په سیمه کې دغه ټولې ناخوالې او خپلسرۍ په هېواد کې د سیاسي کړکېچونو له امله رامنځته شوې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ زیات شمېر ځوانان په تاجکستان کې خرڅ سوي دي او هلته په محبس کې دي او په دې موضوعاتو کې همدغه خاینان لاس لري او همدا جلادان، اخلالګران او خاینان له ترورېستانو سره یوځاي شوي دي او په سیمه کې په ناامنیو او قومي اختلافاتو لاس پورې کوي."
خو سره له ډېرو هڅو ونهتوانېدو چې په دې اړه په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازي قاضي کبیر مرزبان نظر هم واخلو.
خو د تخار په ماورای کوکچه ولسوالیو کې د ولسي پاڅون کوونکو مشر، د ملي یووالي حکومت له رهبرانو څخه غواړي چې په سیمه کې د خپلسرو وسلهوالو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیسي او که نه دوی به په خپله د دغو ټوپکیانو پر وړاندې لاس په کار شي.
د ماورای کوکچه ولسوالۍ د تخار مرکز د تالقانو ښار شمال لوري ته موقعیت لري او په دې ولسواليو کې خواجه بهاوالدین، خواجه غار، درقد، ینګي قلعه، دشت قلعه، رستاق او چاه اب شامل دي او دغه یادې شوي ولسوالۍ له تاجکستان سره هم سرحد لري.
راپور: اجمل ارین