د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د جنايي پېښو زیاتوالي د تخار اوسېدونکي اندېښمن کړي


د تخار ولایت اوسېدونکي په دې ولایت کې د جنايي جرمونو د پېښو له زیاتوالي څخه شکایت کوي.

دوی وايي، په تخار ولایت کې ورځ تر بلې د غیر مسؤله وسله والو ، د کوڅه ډبو ځوانانو ډېروالي او د جنایي پېښو زیاتوالي د دې ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د تخار ولایت اوسېدونکي وايي چې هره ورځ په تالقان ښار کې یوشمېر بې ګناه خلک د غیر مسؤله وسله والو همدارنګه د کوڅه ډبو ځوانانو لخوا وهل او ډبول کېږي او حتي د ټوپک په ډزو هم وېشتل کېږي.

دوی همدارنګه د دې ولایت امنیتي چارواکي د امنیت په ټېنګولو کې په نه پاملرنې تور نوي.

د تخار ښار څو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

مسعود عثماني:

"په دې ورځو کې غیر مسووله وسله وال او کوڅه ډبه ځوانان زیات شوي دي او بې ځایه ډزې کوی چې له امله یې د ښار یوشمېر اوسېدونکي ټپیان شوي دي."

محمد جواد:

"په دې وروستیو کې د کوڅه ډبو خلکو او غیرمسووله ټوپکیانو شمېر ډېر شوي دی او دوی د خلکو په ځورونۍ لاس پورې کوي همدارنګه خلک په ډزو سره ټپیان کوي."

جمشید:

"موږ د دې ولایت له سیمه ییزو چارواکو څخه غواړو څو په دې ښار کې ټول خپلسري وسله وال بې وسلې کړي او خلکوته د امنیت په فضا را منځته کړي."

په ورته وخت کې د تخار ولایت د حوزوې روغتون چارواکي هم وايي چې په تېرې یوې میاشتې کې ۷۷ تنه ټپیان دې روغتون ته را انتقال شوي چې د غیر مسووله وسله والو په ډزو سره ټپیان شوي وو.

پر همدې مهال د تخار امنیه قوماندان جنرال نور محمد حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د خپلسرو وسله والو د بې وسلې کولو او د کوڅه ډبو ځوانانو د راټولو لپاره په ښار کې ګزمې پیل کړي دي:

"پولیسو تر اوسه پورې یوشمېر مجرمین نیولی دي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي او موږ هڅي کوو څو هغه خلک چې د ولس په وړاندې ستونزې جوړوي ونیسو او د قانون منګولو ته یې وسپارو."

د یادولو وړ ده چې د تخار ولایت اوسېدونکي، غیرمسووله وسله وال په تخار کې د وسله والو غلاو، د انسان وژنو او د انسان تښتونې اصلي عاملین بولې او له دولت څخه غواړي چې ددې ډلو د له منځه وړلو په برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG