د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

ولسمشر غني: د خصوصي سکټور طبي خدمتونه باید معیاري شي


افغان ولسمشر وايي، طبي خدمتونه په ځانګړې توګه طبي خصوصي سکټور باید معیاري شي.

ولسمشر غني وايي، که روغتونونه او ډاکتران معیاري نه‌وي، نو د میلیونونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.

محمد اشرف غني چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال کب ۰۱» د افغانستان د طبي شورا له لوري د ډاکترانو د نوم ثبتولو لومړنۍ غونډه کې وینا کوله د طبي خدمتونو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د طبي خدمتونو په برخه کې باید پراخ اصلاحات رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د خصوصي سکټور له لوري طبي خدمتونه باید سټنډرډ شي، د معیاري روغتونونو په نشتوالي کې خلک په کلني ډول میلیونونه ډالر مصروفوي، نو باید په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې یو واضح هدف وټاکل شي، څو وکولای شو چې طبي تورېزم ته بدلون ورکړو، دولت او خصوصي سکټور دې یوځای لازمه پانګونه وکړي، څو ښه طبي خدمتونه وړاندې کړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې پر دولتي روغتونونو سربېره سلګونه خصوصي روغتونونه جوړ شوي، خو بیا هم یو شمېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان او هند ته ځي.

محمد اشرف غني وايي، طبي تورېزم چې مقصد یې ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې لپاره د افغانانو تګ دی باید پای ته ورسېږي.

د افغانستان د طبي شورا رئیسه وايي، د طبي خدمتونو د معیاري کولو لپاره‌یې یو لړ جدي هڅې پیل کړې دي.

نسرین اوریاخېل په همدې غونډه کې وویل په ټول هېواد کې د ډاکترانو نوم لیکنه به د دوی د شمېر، تحصیلي کچې او تجربو په اړه لازم معلومات راټول کړي.

ډاکتر نسرین اوریاخېل
ډاکتر نسرین اوریاخېل

نوموړې زیاته کړه:

"د ډاکترانو ثبت به موږ ته دا اسانتیاوې برابرې کړي چې د افغان ډاکترانو د شمېر، تحصیلي کچې او د تجربو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړو، د ډاکترانو ثبت په ملي او نړیواله کچه د دوی باور زیاتوي، دا کار به ډاکتران وهڅوي چې په طب برخه کې زیات کار او څېړنې وکړي."

اغلې اوریاخېل زیاته کړه دغه نوم لیکنه به یو نیم کال وخت ونیسي او له هغې وروسته به چې هر ډاکتر فارغېږي له دوی سره ثبت کېږي.

محمد اشرف غني وايي، د معالجوي طب په برخه کې زیاتې ستونزې موجودې دي چې د طبي خدمتونو په معیاري کولو به پای ته ورسېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG