د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

پاکستاني رسنۍ: د روسیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېږي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د دوشنبې په ورځ له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره د یو څلور ورځني سفر په ترڅ کې د روسيې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی اصف روسیې ته دغه سفر د خپل روسي سیال سرګي لاوروف په ځانګړې بلنه ترسره کوي چې د روانې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به روان وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به روسیې ته د خپل سفر پر مهال له خپل سیال او نورو روسي چارواکو سره په دوه اړخیزو او همدا شان په سیمه‎ییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی.

د پاکستان او روسیې اړیکې په دې وروستیو کې د تېر په پرتله ډېرې نږدې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي پلاوو پر تګ راتګ سربېره د روسیې او پاکستان پوځیانو په دواړو هېوادونو کې ګډ پوځي تمرینات هم ترسره کړي دي.

د پاکستان او روسيې ګډ پوځي تمرینات
د پاکستان او روسيې ګډ پوځي تمرینات

له بلې‎خوا بیا د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې ماریا زاخارووا هم دغه هېواد ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه په یوه بیان کې ویلي:

"خواجه اصف به مسکو ته د خپل سفر پر مهال له خپل روسي سیال سره په دوه اړخیزو او یو لړ مهمو سیمه‎ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړي."

د ماریا په خبره:

"موږ پلان لرو چې د روسیې او پاکستان ترمنځ هر اړخیزې اړیکې، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ او ترهګرۍ په مخنیوي کې لا پیاوړي کړو."

د روسیې د بهرنیو چارو ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو ویانده ماریا زاخارووا

که څه هم د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندویانو دا نه‎دي ویلي چې دغه مهم سیمه‎ییز او نړیوال مسایل کوم یو دي، خو پاکستاني رسنۍ بیا وايي چې د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي او دا موضوع د دغه سفر مهمه اجنډا یادوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د روسیې سفر کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکې تر پخوا ډېرې ترینګلې شوي او امریکا پر پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولې وې.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې او پاکستان په خپل‎منځي اړیکو کې ښکاره ښه‌والی راغی.

روسیې په همدې کال کې پر پاکستان د وسلو پر پلور لګېدلی بندیز لیرې کړ او ورسره سم‌یې پاکستان ته د هلیکوپټرو د ورکولو یو تړون هم لاسلیک کړ.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د سیاسي چارو ځیني کارپوهانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د اسلام‎اباد او واشنګټن ترینګلې اړیکې د دې لامل شوي چې پاکستان مسکو ته نږدې کړي.

XS
SM
MD
LG