د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

خلیلزاد: افغان حکومت دې د لویو مسائلو د حل لپاره سیاسي شورا جوړه کړي


په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر، زلمی خلیلزاد د افغانستان له سیاسي مشرانو غواړي چې خپلمنځي اختلافونه یوې خوا ته پرېږدي او له وسله والو طالبانو سره پر جګړې تمرکز وکړي.

زلمی خلیلزاد په امریکا کې د واکمن جمهوري غوښتونکي ګوند له لویو غړیو ګڼل کېږي.

په کابل، بغداد او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پرون جمعه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د افغانستان سیاسي مشرانو ته ښايي چې د وضعیت حساسیت درک کړي او تر کورنیو اختلافونو تېر شي.

خلیلزاد: افغان مشرانو باید کوچني مسائل یوې خواته کړي.
خلیلزاد: افغان مشرانو باید کوچني مسائل یوې خواته کړي.

د هغه په وینا، د افغانستان سیاسي مشران باید د مهمو مسئلو د حل لپاره مشوره وکړي او د وسله والو طالبانو او ترورېزم پرضد د کلکې مبارزې لپاره سره ودرېږي.

زلمی خلیلزاد زیاته کړه:

"د افغانستان په ښارونو او په ځانګړي ډول په کابل کې د وسله والو طالبانو او د هغوی د ملاتړ کونکو د وحشیانه حملو له زیاتېدو او د جګړې له شدت سره، د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان هغه سیاسي مشران چې د طالبانو پر ضد دي، همکاري وکړي، کوچنۍ لوبې یوه لور ته پرېږدي او له سیاسي اړخه یو ګډ دريځ جوړ کړي، هغوی باید له وسله والو طالبانو سره د مبارزې او پرمختګ لپاره کوچنۍ مسئلې له نظره واچوي او پر اساسي مسئله چې جګړه ده تمرکز وکړي."

زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې سیاسي مشرانو ته یې سلا ورکړې د اختلافي او مهمو مسئلو د حل لپاره د جمهور رئيس په مشرۍ، داسې سیاسي شورا جوړه کړي چې له وسله والو طالبانو پرته، د ټولو نورو مخالفو سیاسي اړخونو استازي هم په کې وي.

د خلیلزاد په وینا، "تر هغه وخته چې وسله وال طالبان د جګړې د حل د منطقي لارې منلو ته تیارېږي، نور سیاسي عناصر باید همکاري زیاته کړي او د سترو پرېکړو لپاره په خپلو کې سلا وکړي."

خلیلزاد وویل، سیاسي رهبري باید له اوسني وضعیته د افغانستان د ګټې لپاره کار واخلي او ټینګار یې وکړ چې کورني سیاسي کړکېچونه او پر کوچنیو مسئلو لانجې یوازې "د افغانستان د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي او هېڅ بله ګټه نه لري."

زلمی خلیلزاد زیاته کړه:

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

"په دې وخت کې، د هغو سیاسي عناصرو ترمنځ چې د طالبانو ضد دي، سیاسي اختلاف او سیاسي دښمنۍ د افغانستان په ضرر دي، له دې امله هیله لرم چې ټول مشران له دې شرایطو او له دې وخته داسې کار واخلي چې همکاري او مشورې یې ترمنځ زیاتې شي."

ښاغلي خلیلزاد وویل، په کابل کې د اختلافونو د حل لپاره ګامونه پورته شوي او مثبتو پایلو ته په تمه دی.

په همدې حال کې، د ارګ او د بلخ د له واکه لېرې شوي والي، عطامحمد نور ترمنځ اختلاف لا پر ځای پاتې دی.

د رپوټونو پر اساس، د الیکترونیکي تذکرو وېش هم د ارګ او د اجرائیه ریاست ترمنځ اختلافي مسئله بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG