د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

پنس له غني سره په خبرو کې د بلخ ادارې د واک پر سوله‌ییز انتقال ټینګار کړی


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر او جمهور رئیس محمد اشرف غني په ټیلیفوني خبرو کې په بلخ کې له سوله‌ییزې لارې د بدلون پر راوستلو ټینګار کړی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د مرغومې ۲۷» رسنیو ته په استول شوي ویډیو کلېپ کې ویلي چې دواړو مشرانو د سې شنبې په ماښام خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو د پرمختګ، سیاسي مشارکت او د انتخاباتو د چمتووالي په اړه خبرې وکړې، همداراز د بلخ په سیمه‌ییزې اداره کې د پر وخت او سوله‌ییزې لارې د بدلون په راوستلو هم ټینګار وشو."

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغه ټیلیفوني خبرو کې مایک پنس له افغان حکومته د ملاتړ ترڅنګ ویلي چې کابل باید له عطا محمد نور سره کار وکړي څو په بلخ کې بدلون د خبرو او سوله‌ییزې لارې رامنځته شي.

همداراز د بلخ په سیمه‌ییزې اداره کې د پر وخت او سوله‌ییزې لارې د بدلون په راوستلو هم ټینګار وشو

د اعلامیې له مخې دغه ټیلیفوني مکالمه د هغو خبرو په دوام ترسره شوې چې تېره میاشت مایک پنس د حکومت له مشرانو سره لرلې.

مایک هم پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي:

د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ د راپورته شوې لانجې څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي چارواکی په دې باب له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وړاندې کاږي چې په دغه ټیلیفوني خبرو کې د افغان حکومت له دوامداره هڅو په ځانګړې توګه د ضروري اصلاحاتو، سیاسي مشارکت او د انتخاباتو د چمتووالي په اړه بحث وشو.

د ولسمشر محمد اشرف غني او مایک پنس ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې کېږي چې څو اوونۍ وړاندې ولسمشر غني د بلخ د ولایت له مقامه د عطا محمد نور استعفا ومنله، خو ښاغلي نور او جمعیت ګوند دا کار د حکومت او جمعیت ترمنځ خبرو پورې مشروط کړل.

په همدې حال کې د جمعیت اسلامي ګوند د امریکا د مرستیال ولسمشر له خبرو هرکلی کړی دی.

ذبیح الله فطرت
ذبیح الله فطرت

د دغه ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو او په ځانګړې توګه د ولسمشر د مرستیال له ښه نیت څخه مننه کوي او خوشبینه دی، هیله لرو چې د افغانستان قضیې همدا ډول له نږدې او په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او د ټولنې واقعیتونو ته په کتو نړیواله ټولنه خپل لیدلوری بیان او پرېکړې وکړي."

په همدې حال کې د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې ولسمشر غني او مایک پنس باید په دې اړه هم خبرې کړې وی چې که عطا محمد نور له سوله‌ییزې لارې څوکۍ نه‌پرېږدي نور څه انتخابونه تر لاس لاندې ونیول شي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، که د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ اختلافات د معاملې له مخې حل شي د قانون حاکمیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG