د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

مایک پنس د بلخ په مشرتابه کې د سوله‌ییز بدلون غوښتونکی شو


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون سې شنبه له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټیليفوني خبرو کې په بلخ ولایت کې د سیاسي مشرتابه پر انتقال خبرې کړي.

مایک پنس هم پر خپلې ټویټر پاڼې هم لیکلي:

اعلامیه وايي، په دغو ټلیفوني خبرو کې مایک پنس د افغانستان له حکومت څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ تر څو د بلخ ولایت د مشرتابه چارې له عطا محمد نور څخه په سوله اییز ډول د خبرو اترو له لارې انتقال شي.

دا خبره سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې کړې او زیاته کړې یې ده:

"مرستیال ولسمشر مایک پنس د افغان حکومت سره په ملاتړ ټینګار کړی، څو د بلخ د والي عطا سره کار وکړي چې دغلته د خبرو اترو له لارې په سوله‌ییزه توګه د مشرتابه انتقال ترسره شي."

سپینې ماڼۍ په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا ټیليفوني خبرې اترې د هغو خبرو اترو دوام و چې تېره میاشت د امریکا مرستیال ولسمشر په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره درلودې.

سپینه ماڼۍ زیاتوي چې د امریکا مرستیال ولسمشر په دې ټیليفوني خبرو کې د ضروري اصلاحاتو، سیاسي مشارکت او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د چمتووالي په څېر په مهمو پرمختګونو کې د کابل د دوامداره هڅو یادونه وکړه.

همدارنګه دواړو مشرانو په افغانستان کې په امنیتي وضعیت او د جنوبي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ د پالېسۍ د اغېز په اړه هم بحث کړی.

دا د ولسمشر اشرف غني او د بلخ د لیرې کړای شوي والي عطا محمد نور ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ راوروسته لومړی ځل دی چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی په دې مسئله کې له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست ددغه مطلب په تائیدولو سره پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې ولسمشر غني د امریکا د متحده ایالاتو د همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې اصلاحات او مشارکت د افغانستان له خلکو سره زموږ له ژمنو څخه دي او افغان حکومت په دې برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG