د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۳

د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه ښوونځي کې په ډزو ۱۷ تنه وژل شوي


امریکايي چارواکي وايي چې یو ۱۹ کلن هلک چې په فلوریډا ایالت کې له یو ښوونځي څخه ایستل شوی وو، تېره ورځ د دغه ښوونځي ۱۷ زده‌کوونکي او یو شمېر کارکوونکي یې په ډزو وژلي دي.

نیکولاس کروز چې د ناڅرګندو دلایلو له مخې له خپل ښوونځي څخه ایستل شوی و تر دغه مرګونې حملې یو ساعت وروسته ځان بې له کوم تاوتریخوالي پولیسو ته تسلیم کړ.

دغه حمله تېره ورځ د میامي په ۷۰ کېلو مترۍ کې د فلوریډا د پارکلند په سیمه کې د درسي ساعت تر پای ته رسېدو وروسته رامنځته شوه چې د زده‌کوونکو په منځ کې یې وېره رامنځته کړه.

ولسمشر ټرمپ تر دغې حملې وروسته په خپل لومړني ټویټ کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي:

په یوه بل ټویټ کې ولسمشر ټرمپ ویلي چې د حملې په اړه‌یې د فلوریډا له والي ریک سکاټ سره خبرې کړې دي او وايي چې د قانون په رڼا کې به دغه پېښه وڅېړل شي:

په سیمه کې د سکاټ اسرائیل په نوم پولیس ویلي چې د دغې پېښې په قربانیانو کې د ښوونځي زده‌کوونکي او د دغه ښوونځي کارکوونکي شامل دي چې اکثره‌یې د ښوونځي په ودانۍ کې وژل شوي دي:

"موږ تائید شوي اولس قربانیان لرو، دولس یې د ښوونځي د ودانۍ دننه دی، دوه قربانیان د ودانۍ بهر هغې ته ډېر نژدي دي، یو قرباني هم د پین ایلند د سړک په اخر کې دی او دوو نورو کسانو هم په روغتون کې ساه ورکړه."

نوموړي دغه حمله دردونکې وبلله.

د پولیسو مشر اسرائیل وویل چې کروز لږترلږه یو AR – 15 ډوله ټوپک او د مرمیو څو شاجورونه له ځان سره لرل.

هغه امریکایي ډله چې په وسلو د کنټرول او له ټوپکه د هر ښار د خوندیتوب غوښتونکې ده وایي، دا د روان کال راهیسې په امریکا کې پر ښوونځیو د خونړیو حملو اتلسمه پېښه ده.

  • د یوه بل خبر له مخې بیا د امریکا په میرلنډ ایالت کې د امریکا د ملي امنیت مرکزي دفتر ته نږدې د ډزو او د موټر د ټکر پر مهال لږ تر لږه درې تنه ټپیان شوي او درې کسه هم نیول شوي دي.

دغې امنیتي ادارې پرون وویل چې یوه موټر هڅه کوله چې د ملي امنیت مرکزي ادارې ته د «فورت میډ» په سیمه کې له اجازې پرته ننوځي.

په دې وخت کې ډزې وشوې چې تحقیقات‌یې روان دي.

د امریکا فدرالي پولیسو یا «ایف بي ای» وویل چې په پېښه کې یو موټروان، د ملي امنیت د ادارې یو مأمور او یو ملکي لاروی ټپیان شوي دي.

د «ایف بي ای» یوه مسؤل وویل چې داسې ښکاري چې دا پېښه ترورېستي پېښه نه‌ده.

XS
SM
MD
LG