په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسئولین وايي چې په غیر قانوني او خپل سره توګه د کانونو استخراج د دې سبب شوی چې د سلګونو کان کیندونکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع آزادي راډیو ته وویل چې لا هم په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو کانونه د محلي زورواکو لخوا په خودسره توګه او په غیر فني ډول استخراج کېږي.
سامع وویل چې د کانونو غیر قانوني او غیر فني استخراج د دې سبب شوی چې هر کال د سمنګان ولایت په دره صوف بالا سیمه کې د ډبرو سکرو په کانونو کې کابو لس کسه ووژل شي.
ښاغلی سامع له دولت څخه غواړي چې د کانونو د غیر فني او غیر قانوني استخراج مخ دې ونیسي، ترڅو په دې ډول د کان کیندونکو ژوند وژغورل شي.
سامع وویل:
"حکومت مکلفیت لري ترڅو د خپل سري استخراج مخه ونیسي، هر کال د غیر قانوني استخراج له امله کابو لس تنه کان کیندونکي د ډبرو سکرو په کانونو کې د چاودنو او یا هم د میتان ګاز د انتشار له امله وژل کېږي."
په همدې حال کې د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي آزادي راډیو ته په خبرو کې د دره صوف ولسوالۍ کې د کانونو غیر قانوني استخراج تائید کړ.
ښاغلي عزيزي وویل چې ډېری د ډبرو سکرو کانونه د محلي زورواکو او یا هم په سیمه کې د خلکو لخوا په غیر فني ډول استخراج کېږي.
هغه وویل چې د کانونو د غیر فني او غیر قانوني استخراج د مخنیوي لپاره باید د کانونو د ساتنې یوه قطعه رامنځته شي چې له مرکز څخه یې غوښتنه کړې او ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.
ښاغلي عزیزي وویل:
"اکثراً شخصي صوفونه د ډبرو سکرو په کانونو کې د سیمې د خلکو او محلي زورواکو لخوا کیندل کېږي چې دا غیر فني استخراج د هغوی حیات د مرګ له ګواښ سره مواجه کړی او باید مخنیوی یې وشي."
دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه میاشتې دمخه د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالی کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د میتان ګاز د خپرېدو له امله ۵ تنه ووژل شول.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی