د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۷

د سیاسیونو له‌خوا د لفظي ناندریو په اړه د افغان سیاسي ګوندونو غبرکونونه!


د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځيني غړي او یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي، د سیاسیونو له لوري لفظي ناندرۍ د هېواد په ګټه نه‌دي او باید ترې ډډه وشي.

د ځينو سیاسیونو له لوري د یو بل په وړاندې تندو او ناسمو څرګندونو نوې اندېښنې راټوکولي او ان د مشرانو جرګې اداري پلاوي ویلي چې دا ډول څرګندونې به د افغانستان روان وضیعت لا پسې کړکېچن کړي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وویل، د سیاسيونو ترمنځ لفظي ناندرۍ په عامه افکارو هم منفي اغېز کړی او ملي وحدت ته زیان رسوي.

ښاغلي صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د سیاسي څېرو لفظي شخړې به دښمن ته فرصت ورکړي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان په روانو شرایطو کې چې په ډېر ناوړه وضعيت کې یوو، دا ډول انتقادونه مطرح کوو، په حقیقت کې په نا اګاهانه او غیر مستقیم ډول وسله‌والو مخالفينو سره مرسته او ملاتړ يې کوو، فکر کوم دوی تر اوسه دا درک کړې نه‌ده چې ملت په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او دوی هر کله خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی."

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په مزار شریف ښار کې یوې غونډې ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که چېرې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قران کریم "فیل" سورت په سمه توګه قرائت کړي، نوموړی چمتو دی چې د بلخ د ولایت له څوکۍ لیرې شي.

له دې وړاندې ښاغلي نور اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د لستوڼي مار بللی و او ویلي یې وو چې غاښونه به‌یې ورباندې مات کړي.

وروسته له هغې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له یوه خصوصي ټلوېزیون سره د انتحاري حملو په اړه مرکه وکړه، د ملي ارمان ورځپاڼې په حواله د ملي امنیت مخکېني رئیس امرالله صالح نوموړی ناروغ وباله او ویې‌ویل، ښاغلی حکمتیار رواني درملنې ته اړتیا لري.

له دې وړاندې ګلبدین حکمتیار په یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو او ګوندونو باندې سخت انتقادونه کړي وو چې یاد انتقادونه له تندو غبرګونونو سره مل وو.

حتی د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ښاغلی حکمتیار د نظام په تخریب تورن کړی و او د ګلبدین حکمتیار په وړاندې يې داسې الفاظ وکارول چې ګواکې نوموړی دولت ته تسلیم شوی.

څه موده وړاندې د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې احمد شاه مسعود ملي اتل نه، بلکې یوازې د پنجشیر اتل بللی و چې دغه څرګندونې د ولسي جرګې او د مسعود د پلویانو له جدي غبرګون سره مخ شوې.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي ګوندونه د سیاسي څېرو له‌خوا د یو بل پر وړاندې حساسیت پاروونکې او نادرستې کلمې کارول د هېواد په ګټه نه‌بولي.

عبدالهادي ارغندیوال
عبدالهادي ارغندیوال

د حزب اسلامي رئیس عبدالهادي ارغندیوال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د یو بل پر وړاندې له داسې کلمو د افغانستان دښمنان د یوې الې په توګه ګټه اخلي چې ګټور نه‌تمامېږي. هڅې دې وشي چې جګړه او اوسنی وضعیت کنټرول شي، دا کار په دې برخه کې ګټور نه‌ثابتېږي، په همدې خاطر موږ جدي د دې پلوي یوو چې له دغه ډول الفاظو ډډه وشي."

له دې وړاندې د افغانستان په ملي شورا کې هم څو ځله داسې الفاظ کارول شوي وو او حتی ځینو ته سپکاوی شوی او فزیکي شخړې هم رامنځته شوې دي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم د سیاستوالو وروستیو لفظي شخړو ته په اشارې سره وايي، یو بل ته د سپکاوي پر ځای باید پر یو بل سیاسي نقد وشي، د نوموړي په وینا، تر څو قناعت حاصل شي او عامه ذهنتونه ښه لوري ته سوق شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG