د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

په ولسي جرګه کې د امنیتي مسولینو استجوابیه غونډه له لفظي شخړې سره مخ شوه


د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي د امنیتي ارګانونو مسولین قاتلین وبلل او د هغوی د مجازاتو غوښتنه یي وکړه.

رمضان بشردوست د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، چې افغان ځواکونو په ځینو ځایونو کې ملکېان وژلي او باید، چې لوړ پوړي مسولین یې سزا وویني.

د بشردوست د دې خبرو مخاطب د دفاع او کورنیو چارو وزیران وو، چې د دفاع د وزیر له غبرګون سره د جرګې غونډه یو څه ګډوډه شوه.

د دفاع وزیر بسم الله محمدي بیا د ولسي جرګې دغه غړي د پردیو جاسوس وباله.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې استجوابیه غونډه، چې د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت ریاست مرستیال ور بلل شوي وو، له لفظي شخړو سره مخامخ شوه.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست له امنیتي چارواکو نه د پوښتنې پرمهال وویل، که پولیسو او ملي اردو ملکېان وژلي وي، نو باید مشران یې د ملي شورا مخې ته مجازات شي:

″که چېرې یو بې ګنا افغان هم د پولیسو او اردو له خوا وژل شوی وي، دا په دې معنی ده، چې د ځمکې د سرټول انسانان یې وژلي دي، که طالب وي، که بهرنی یا بل څوک چې بېګنا کس ووژني زموږ په دین کې داسې دی لکه ټول خلک یي چې وژلي وي، دا وزیران باید د پارلمان مخې ته د ټولو خلکو د قاتلینو په توګه سزا وویني.″

ښاغلي بشردوست ته اجازه ورنه کول شوه، چې د امنیتي چارواکو په اړه نورې څرګندونې وکړي.

دا هم معلومه نه شوه، چې د بشردوست اشاره کومې پیښې ته وه، چې هلته د امنیتي ځواکونو له خوا ملکېان وژل شوي دي.

که څه هم په د کورنیو چارو وزیر او د املي امنیت مرستیال، چې د جرګې په تالارکې حاضر وو، د بشردوست د خبرو په اړه څه ونه ویل، خو دې خبرو د دفاع وزیر بسم الله محمدي په غوسه کړ.

جنرال محمدي د بشردوست خبرې غیرمسولانه وبللې او د جاسوس خطاب ېې ورته وکړ:

″ته د افغانستان اردو ته سپکاوی کوي، ته جاسوس یي او د بهرنیو په لمسون دا خبرې کوئ، بشردوسته ته د پردیو جاسوس یي، د پردیو په لمسون اردو ته ګواښ کوئ، اردو د تیرې په وړاندې مبارزه کوي.″

په ولسي جرګه کې لفظي شخړه کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې هم په دې جرګه کې ورته لفظي او ان فزیکي شخړې شوي دي.

که څه هم څیړونکي لفظي شخړې د پارلمانونو یو طبیعت بولي، خو وايي دا باید تردې حده ونه رسیږي، چې شخصیتونه ته په کې سپکاوی وشي.

راپور: اسدالله ″لودین″- کابل

XS
SM
MD
LG