د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

ملي شورا: سياسي ګوندونه دې پر یو بل نیوکو پرځای سولې ته کار وکړي


په دې وروستیو کې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي جهادي ګوندونو د یو شمېرغړیو تر منځ یو ډل کنایه ډولو او یو د بل په وړاندې پارونکو خبرو د افغانستان ملي شورا او یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان اندېښمن کړي دي.

ملي شورا او یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، د سیاسي احزابو ترمنځ د یو بل په وړاندې د نا سمو الفاظو کارول د افغانستان په خیر نه دي او د اندېشنې وړ یې بولي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې سیاسي ګوندونه باید پر یو بل د نیوکو پرځای د سولې لپاره کار وکړي.

عبدالروف ابراهیمي.
عبدالروف ابراهیمي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغانستان د خلکو د ښه ژوند لپاره باید جدي پام وکړو، د تنظیمې برنامو پر ځای باید ملې برنامې ولرو ځکه دا د افغانستان د خلکو لپاره په ګټه نه ده، نو زما د سیاسیي ګوندونو له مشرانو دا غوښتنه ده چې د افغانستان او د خلکو لپاره باید کار وکړي."

نوموړي وویل؛ له بده مرغه یو شمېر کسان د بهرنیو کړیو په اشاره غواړي د سولې بهیر له ګډوډۍ سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند یوه غړي امرالله صالح تېره ورځ د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې تفاهم لیک د اساسي قانون خلاف بللی وو.

جمعیت او حزب اسلامي ګوندونه د جهادي تنظیمونو په ډله کې دوه مخکښ ګوندونه دي چې زیات شمېر غړي لري، دې دواړو ګوندونو په تېره کې سختې وسله والې نښتې هم کړي چې د راپورونو له مخې سلګونه افغانان په کې وژل شوي دي.

له دې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې یوې ولسي غونډې ته وویل، د طالبانو په څېر د جمعیت غړي هم د دوی وروڼه دي.

له دې وروسته جمعیت اسلامي د دې ګوند د دارالانشاء د مشر عطا محمد نور له قوله یوه خبرپاڼه خپره کړه او په کې له حزب اسلامي غوښتنه شوې وه چې د جمعيت اسلامي او ملي مقاومت په ادرس دې د کنايه ډوله ادبياتو له کارونې ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې اداري پلاوی هم له یادو دواړو ګوندونو غواړي چې د سلیقوي چلند پرځای د ملت لپاره کار وکړي.

د دغه جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

محمد علم ایزدیار.
محمد علم ایزدیار.

"د ټولو سیاسي مشرانو نه غوښتنه کوو چې د افغانستان حالات په پام کې ونیسي او د افغانستان د خلاصون لپاره او د دې هېواد د ملي مصالحو او ګټو په اړه باید فکر وکړي او خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي."

خو حزب اسلامي وايي چې دا ډول څرګندونې د سیاست یوه برخه ده او هر څوک حق لري چې د اصلاح په هدف انتقاد وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمعیت اسلامي نظر هم راواخلو خو له ډېرو هڅو سره ـ سره بریالي نه شوو.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان که څه هم دا مسئله ډېره جدي نه ګڼي خو وايي چې دا دواړه ګوندونه باید د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو داسې سیاست غوره کړي چې د افغانانو لپاره ګټور وي.

له ډلې یې غفور احمد جاوید ازادي راډيو ته وویل، ټولو سیاسي ګوندونو ته پکار ده چې یو بل ته د لاسونو په ورکولو سره د ناامنۍ روانو سختو حالاتو ته د پای ټکی کېږدي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG