د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

چارواکي: د کندهار په نېش ولسوالۍ کې هوايي حملو ۴۳ طالبان وژلي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه‌يې د کندهار په نېش ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۴۳ وسله‌وال طالبان وژلي او ۲۰ نور يې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سکرټر غورځنګ افریدي ازادی راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر شمالي ولسوالۍ نېش د څلورو خواو حمله وکړه.

د غورځنګ په وینا د وسله‌والو د برید سره هم مهاله هوايي کمکي ځواک سیمې ته رسېدل او د بمبار په پایله کې ۴۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

افریدي: په دغه برید کې د طالبانو ګڼ وسایط هم ویجاړ شوي.
افریدي: په دغه برید کې د طالبانو ګڼ وسایط هم ویجاړ شوي.

افریدي زیاتوي چې په دغه برید کې د وسله‌والو طالبانو یو شمېر موټرونه، موټرسایکلونه تخریب شوي او دغه‌راز وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"وسله‌والو طالبانو پر ولسوالۍ د څلورو خواوو څخه حمله وکړه چې هوايي ځواک سیمې ته ورسېد او بمبار يې وکړ ۴۳ وسله‌وال ووژل شول او زیات شمېر نور ټپیان شول."

چارواکي وايي چې په دغه برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات نه‌دي رسېدلي، خو وسله‌وال طالبان وايي چې په دغه برید کې يې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې نیولي او شااوخوا ۲۰ پولیس‌يې وژلي دي.

په عین وخت کې وسلهوالو طالبانو د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې ۱۱ملکي وکړي له دولت سره د همکارۍ په تور یرغمل کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د واده مراسمو ته ورغلي او ۱۱ ملکي کسان‌يې د حکومت سره د همکارۍ په تور بېولي دي.

یوې امنیتي سرچنې ازادي راډیو ته دغه پېښه تأیید کړې او ویلي يې دي چې د دغو کسانو د راخوشې کېدو لپاره‌يې هڅې پیل کړې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور :محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG