د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د کندهار چارواکي: تېره شپه په میوند ولسوالۍ کې ۸۳ وسله‎وال وژل شوي


د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸۳ وسله‎وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دغه عملیات چې د هوايي ځواک په مرسته ترسره شوي د وسله‎والو طالبانو لسګونه موټرونه، موټرسایکلونه، وسلې او مهمات هم له‎منځه وړل شوي دي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اُپراتیفي مسؤل سلطان محمد ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو د وسله‎والو طالبانو پر یوې ډلې هوايي او ځمکني عملیات کړي دي.

د سلطان محمد په وینا په دغو عملیاتو کې ۸۳ تنه وسله‎وال وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.

دی وايي:

"ما ته چې راپور راغلی د ۸۳ په شااوخوا کې وسله‎وال وژل شوي او ټپیان‌يې معلوم نه‎دي، ځکه هلته بهرامچې ته‌يې انتقال کړي او نهر سراج ته لنکروزران، کرولاوې او نور موټران او موټرسایکلان له‎منځه تللي د ماینونو او باروتو زېرمې هم."

سلطان محمد وايي، د وسله‎والو دغه لويه ډله چې تر حملې لاندې راغله د میوند او پنجوايي ولسوالیو پر امنیتي پوستو يې د برید پلان درلود چې یو شمېر ووژل شول او یو شمېر نور په ټپي حالت کې هلمند ته اوښتي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه د میوند د پېښې په اړه څه نه‎دي ویلي، خو د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې د کندهار په نېش ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه ټانګ د سړک د غاړې ماین چاودنه کړې او په‌کې سپاره سرتېري يې وژلي او ټپیان کړي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG