د کندهار په شاولي کوټ، میوند او نېش ولسوالیو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي .
چارواکي وايي چې دغه وسله وال له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي .
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله کړې چې د پولیسو د مقاومت پر مهال ۷ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي .
د دراني په وینا، په ورته وخت کې وسله والو طالبانو په شاولي کوټ او نېش ولسوالیو کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې کړي چې د پولیسو د مقاومت په نتیجه کې ۸ وسله وال په نېش او ۳ وسله وال په شاولي کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي .
د دراني په وینا، د وسله والو په دغو حملو کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته تلفات نه دي رسېدلي.
ښاغلي دراني وویل:
"وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د امنیتي ځواکونو پر پوستو تر حملې وروسته، د مقاومت پر مهال اوښتې، امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته تلفات نه دي رسېدلي."
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
په تېرو دریو میاشتو کې د کندهار پر شمالي ولسوالیو د وسله والو طالبانو حملې زیاتې شوي او د دغو ولسوالیو ځینې سیمې د وسله والو لاسته ورغلي دي.
امنیتي چارواکي وايي، د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان لري.
راپور: محمد صادق رښتینی