د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د دوشنبې په ورځ مسکو ته رسېدلی.
لومړی ټاکل شوې وه چې محمود عباس د تور سمندرګي په سوچي تفریح ځای کې له ولسمشر پوتین سره وګوري، خو پوتین مسکو ته نږدې د یوې الوتکې د نسکورېدو له کبله چې ۷۱ کسان پهکې ووژل شول، سوچي ته سفر لغوه کړ او په مسکو کې د دې پېښې د څارنې لپاره پاتې شو.
فلسطیني مشر مسکو ته داسې وخت سفر کوي چې دوه اوونۍ مخکې دغلته د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم سفر کړی و.
د فلسطینیانو او امریکا د حکومت ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې د امریکا ولسمشر د ډسمبر د میاشتې په شپږمه بیتالمقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژاند او په دې کار یې په نړۍ کې په ځانګړې توګه، عربي هېوادونو کې اعتراضونه راپورته کړل.
فلسطینیان بیتالمقدس د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي.
اسرائیلو ختیځ بیتالمقدس له خپلې خاورې سره یوځای کړی او ټول بیتالمقدس خپله پلازمېنه ګڼي.
د اسرائیلو دا اقدام نړیوالې ټولنې نهدی منلی او محمود عباس هڅه کوي چې د روسیې په ملاتړ خپل دریځ پیاوړی کړي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس همدارنګه هڅه کوي چې د منځني ختیځ د سولې د خبرو د یو داسې نړیوال مېکانیزم لپاره ملاتړ تر لاسه کړي چې د مخکښ منځګړي په توګه پهکې د امریکا رول بل لوری ترسره کړي.
اسرائیلو او د امریکا متحده ایالات له اوږدې مودې راهېسې د منځني ختیځ د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو د ښکېلتیا سره مخالفت کړی دی او اندېښنه لري چې ښايي دا به د اسرائیلو د ګټو خلاف وي.
دوی د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب پر ځای د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ پر مستقیمو خبرو ټینګار کوي.
یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې د محمود عباس د یوه سلاکار ماجدي الخالدي له خولې ویلي، روسیه او پوتین د سولې لپاره د یو نړیوال فورم په چوکاټ کې مهم رول لوبولای شي.
محمود عباس چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۲۰مه به د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې وینا وکړي، د ولسمشر ټرمپ هغو ګواښونو هم غصه کړی چې وايي، فلسطیني ادارې سره به مرستې بندې کړي.
په مسکو کې د فلسطیني ادارې استازي عبدالحافظ نوفال د یکشنبې په ورځ وویل چې فلسطینیان غواړي چې د سولې له پروسې څخه د امریکا متحده ایالات اوباسي او له نورو لورو غواړي چې په دې خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
د امریکا او کاناډا د مطالعاتو په مرکز کې د منځني ختیځ د چارو یو څېړونکی الکساندر شومیلین وايي، مسکو ته د عباس دا سفر د یوه باثباته متحد په توګه له روسیې سره د اړیکو د تودولو هڅه ده.
د نوموړي په وینا، که څه هم د عباس لپاره دا سفر د یوه سیاسي حرکت په توګه ضرور دی، خو په عملي ډګر کې لږه مرسته ورسره کولای شي.
روسیې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د محمود عباس او نتانیاهو ترمنځ د یو په یو خبرو کوربهتوب کړی و، خو له دې خبرو هېڅ تر لاسه نهشول.