د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین اټکل کوي چې غربي هېوادونه به په نېږدې وخت کې پر روسیه د بندیزونو له لګولو ستړي شي.
پوتین پرون جمعه په مسکو کې د روسیې له یو شمېر پېژندل شویو میلیونرانو او د سترو پانګوالو د اتحادیې له استازو سره د بندو دروازو شاته خبرې وکړې.
د روسیې د خبري رسنیو په حواله، پوتین پر روسیې د غربي هېوادونو د بندیزونو په اړه وویل چې"فکر کوم هغه کسان به چې داسې کارونه کوي «بندیزونه لګوي»په خپله له خپله کاره ستړي شي."
د روسیې ولسمشر هیله څرګنده کړه چې له غربي دولتونو سره اړیکې به یې د "عادي" کېدو پر لور وخوځېږي.
پوتین وویل:
"په نړیوالو اړیکو کې محدودیتونه او بندیزونه بن بست جوړوي چې د موقع د له لاسه تلو زمینه برابروي او د داسې پالیسیو د جوړونکو په ګډون ټولو خواوو ته ضرر رسوي."
ټاکل شوې چې د مارچ پر ۱۸مه نېټه په روسیه کې د جمهوري ریاست انتخابات وشي او داسې ګڼل کېږي چې یو واربیا به یې ویلادیمیر پوتین وګټي.
خو ویل کېږي، پوتین غواړي د جمهوري ریاست په درېیمه او وروستۍ دوره کې په ډېرو راییو کامیاب شي.
د امریکا متحدو ایالاتو، اروپايي اتحادیې او نورو غربي دولتونو پر روسیې له دې امله چې د اوکراین په جګړه کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړي او له اوکراینه یې د کرېمیا ټاپووزمه په زور جلا کړې ده، بندیزونه لګولي دي.
امریکا او یوشمېر غربي دولتونو همدا راز په روسیه کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت او په ۲۰۱۶مېلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د لاس وهنې له امله هم ځیني بندیزونه لګولي دي.
پوتین د مسکو او د غربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د "نورمالتیا" خبره په داسې وخت کې کړی چې د امریکا خزانې وزارت د جنورۍ پر دېرشمه نېټه د هغو ۱۱۴روسانو چې د روسیې په حکومت او سیاسي کړیو کې لوړ مقامونه لري، خپاره کړل.
د امریکا د خزانې وزارت په لېست کې د ۹۶ هغو روسانو نومونه هم خپاره شول چې ستر میلیونران دي او د سرچینو په حواله، له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د نېږدې اړیکو پر اساس یې پانګه غونډه کړې، نومونه خپاره کړل.
د امریکا حکومت د لېست له خپرولو سره وویل چې په لېست کې پر یادو شویو کسانو بندیزونه نه دي لګول شوي، خو د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوشن وویل چې په نېږدې راتلونکې کې به پر روسیه نور بندیزونه ولګول شي.
ویلادیمیر پوتین د امریکايي لوري داخبره غیر دوستانه بللې او غندلې یې ده چې د هغه په وینا، د امریکا او روسیې نازک روابط به لا خراب کړي، خو د روسيې ولسمشر وویل چې د امریکا پر وړاندې به متقابل اقدام ونه کړي.