د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۵

دي ټايمز: پنټاګون د طالبانو پر وړاندې پراخو حملو ته چمتووالی نيسي


نړيوالو رسنیو د افغانستان په اړه مقالې خپرې کړي چې پکې د بریتانيا چاپ دي ټايمز ورځپاڼې په دې عنوان مقاله خپره کړې ده:

پنټاګون د طالبانو پر وړاندې د پراخو حملو چمتووالی نيسي.

مقاله لیکي امریکا په داسي حال کې د پراخو حملو تياری کوي چې په پسرلي کې د طالبانو د جګړې فصل راروان دی.

مقاله لیکي، افغانستان ته د سخت دريځو پر وړاندې د حملو په خاطر اضافي امریکايي ځواکونه رسېدلي او په بګرام پوځي اډه کې اضافي بمبارد کوونکي الوتکي قطار شوي دي.

د مقالې په وينا په دغو الوتکو کې اتلس دانې ايف شپاړس، دوولس دانې اې لس وارتاګ تندربولټA-10 Warthog Thunderbolt 2 الوتکې چې په هوا کې د نېږدې ملاتړ لپاره کارېږي، يو شمېر بي ۵۲ او بې پيلوټه الوتکې شاملي دي.

مقاله زیاتوي، په داسي حال کې چې امریکا په افغانستان کې له کاله ۴۵ میليارده ډالر مصرفوي او په دغه هېواد کې څوارلس زره پوځيان لري، امریکايي نظامي چارواکو پر روسيې تور پوري کړی چې له طالبانو سره مرسته کوي.

روسيه دا تور ردوي چې له طالبانو سره يې مالي او لوژيستکي مرسته کړې خو مني چې استخباراتي معلومات يې ورسره تبادله کړي.

مقاله يادونه کوي چې افغانستان ته د روسيې د ولسمشر ولادیمير پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي:، د طالبانو او زموږ ګټې سره يو ډول دي.

فري بیکن:

د واشنګټن فري بیکن انلاین ورځپاڼې په دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده

افغانستان اوس په منځني ختيځ کې د پنټاګون اوله درجه لومړيتوب دی.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا پوځ له عراق او سوريې څخه خپل پرسونل او تجهيزات بېرته افغانستان ته انتقالول پيل کړي دي، چېرته چې د امریکا دفاع وزارت يا پنټاګون هيله لري طالبانو ته ماتې ورکړي.

دا خبرې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د هوايي کمپاين د قوماندان ستر جنرال جېمز هيکر له قوله لیکل شوي دي.

جېمز هيکر ويلي چې په عراق او سوريه کې د داعش ډلې پر وړاندې د پراخو عملیاتو څخه د امریکا ځواکونه را خلاص شوي او له دې سره يو ځل بیا د امریکا پام د افغانستان شپاړس کلنې جګړې ته اوښتی دی.

مقاله د هيکر له قوله لیکي چې امريکا د فبرورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسي افغانستان ته په رسمي توګه توجه زیاته کړې ده.

ده ويلي چې هېواد يې دوې اوونۍ مخکې افغانستان ته د ناټو په مشرۍ غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره اضافي الوتکې لېږلي دي.

کرایيسس ګروپ:

او د بحرانونو نړيوالې ډلې يا کرایيسس ګروپ خپرونې هم د افغانستان امنیتي وضعیت او په کابل کې وروستيو تروريستي حملو ته کتلي.

مقاله وايي، د شا او خوا يوې اوونۍ پر مهال په کابل کې یو سل او دېرش ملکيان ووژل شول.

مقاله لیکي په افغانستان کې د طالبانو او داعش سخت دريځو تر حملو وروسته سخته غصه راپارېدلې او ځينو سياستوالو او فعالانو له حکومته غوښتي چې د سولې د خبرو پر ځای طالبان د جګړې په ډګر کې له منځه يوسي.

مقاله يادونه کوي چې دا حملې نه يوازي دننه په افغانستان کې بلکه په بهر کې هم په پراخه کچه وغندل شوې.

XS
SM
MD
LG