د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۵۴

بشري حقونه: ایران دې د نابالغو مجرمانو اعدام بند کړي


د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان "هیومن رایټس واچ" پر ایران غږ وکړ چې د نابالغو مجرمانو اعدام بند کړي.

د ایران حکومت د جنورۍ په میاشت کې د یوې ښځې په ګډون، داسې درې مجرمان اعدام کړل چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې مجرم پېژندل شوي وو.

«هیومن رایټس واچ» پرون چهارشنبه له نیویارکه په یوه بیان کې وویل چې د ایران حکومت باید عاجل او له هر ډول شرط پرته هغو کسانو ته چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې مجرم پېژندل کېږي، د اعدام سزا ټاکل بند کړي.

په بیان کې د ایران له حکومته غوښتنه شوې چې په بشپړ ډول پر اعدامونو بندیز ولګوي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان ویلي، د ایران حکومت د جنورۍ په څلورمه یو ۱۸کلن هلک، امیر حسین‌پور جعفر د کرج په زندان کې اعدام کړ.

هغه په ۱۶ کلنۍ کې پر یوې درې کلنې ماشومې د جنسي تېري او بیا د هغې د قتل په جرم په اعدام محکوم شوی و.

ایران امیر حسین‌پور جعفر د کرج په زندان کې اعدام کړ.
ایران امیر حسین‌پور جعفر د کرج په زندان کې اعدام کړ.

یو بل مجرم چې د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې یې د اعدام جزئیات خپاره شوي، علي کاظمي دی چې د اعدام پر وخت ۲۲ کلن و.

د خبرپاڼې په حواله، علي کاظمي د دې لپاره په اعدام محکوم شوی و چې په ۱۵کلنۍ کې يې له یوه سړي سره په جنګ کې هغه په چاړه وهلی او وژلی و.

پر علي کاظمي د اعدام حکم د جنورۍ پر ۳۰مه عملي شو.

۲۲ کلن علي کاظمي
۲۲ کلن علي کاظمي

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي، ایراني چارواکو په همدې ورځ یوه ۲۰ کلنه ښځه، محبوبه مفیدي هم اعدام کړه.

محبوبه مفیدي په ۱۳ کلنۍ کې واده شوې وه او په ۱۷کلنۍ کې یې خپل مېړه وژلی و.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وایي، له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې لیدل شوي چې ایران د نړۍ په هغو څلورو هېوادونو کې دی چې لا هم پر نابالغو مجرمانو د اعدام حکم کوي.

د دې سازمان په وینا، نور درې هېوادونه چې لا هم پر نابالغو مجرمانو د اعدام حکم کوي پاکستان، سعودي عرب او یمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۶ میلادي کال په راپور کې وویل چې د ایران حکومت له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې لږ تر لږه ۹۰ تنه چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې مجرم پېژندل شوي وو، اعدام کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اعدامونو په اړه خپل کلني راپور کې ویلي و چې په یوه کال کې، د نړۍ په کچه د اعدامونو شمېر ۳۷ فیصده زیات شوی دی.

د راپور په حواله په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۳۲ تنه اعدام شوي وو چې تر نیمايي زیات «۵۵ فیصده» يې په ایران کې وو.

XS
SM
MD
LG