د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

ایرانۍ محکمې یو تن بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور په بند محکوم کړ


په ایران کې یو تن بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.

د تهران لوی څارنوال عباس جعفري دولت ابادي ویلي چې دغه شخص د ایران د اټمي پروګرام په اړه معلومات د امریکا د استخباراتو له یوه مأمور او له یوه اروپایي هېواد سره شریک کړي دي.

دولت ابادي د میزان خبري وېب‌سایټ ته ویلي چې د ایران محکمې هم د هغو پیسو د ضبطولو حکم صادر کړی چې ویل کېږي، دغه شخص چې نوم‌یې نه‌دی په ډاګه کړی، د دغو معلوماتو د شریکو په بدل کې ترلاسه کړي دي.

عباس جعفري دولت ابادي
عباس جعفري دولت ابادي

د تهران څارنوال ویلي، هغه نهه ځلې د امریکا د استخباراتو له مأمور سره لیدلي او د اټمي چارو او بندیزونو په اړه‌یې معلومات ورکړي دي.

دولت ابادي دغه‌راز دا هم ویلي چې مجرم پېژندل شوي له یوه اروپایي هېواد سره هم په دې اړه معلومات شریک کړي، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

د دولت ابادي په وینا، د جاسوسۍ په قضیه کې ښکېل د یوه بل احمد رضا جلالي په اړه وویل چې د ایران سترې محکمې په تېر ډسمبر میاشت کې هغه ته د اعدام سزا تأیید کړه.

دغه ایراني‌الاصله سویډنی اسرائیل ته د ایران د اټمي او د فاعي پلانونو او د کارکوونکو په اړه د معلوماتو راټولولو په تور مجرم پېژندل شوی.

جلالي چې د ستکهولم په کارولینسکه تحقیقاتي انسټټیوټ کې د څېړونکي په توګه دنده ترسره کوله، پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.

ایران ټینګار کوي چې اټمي پروګرام‌یې د سوله‌ییزو مقاصدو لپاره دی.

خو د امریکا متحده ایالات او یو شمېر نور هېوادونه ادعا کوي چې تهران د اټمي وسلو د تولید په لټه کې دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې ویلي وو چې له اروپایي هېوادونو او کانګرس سره به کار وکړي چې د تهران او د لوېدیځ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي تړون کې د هغو نیمګړتیاوو چاره وکړي چې ده ناورین بللي.

تهران په دغه تړون کې له هر ډول بدلون سره مخالفت څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG