د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۵ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۱۸

پنس د ایران اټمي تړون ناورین بللی او له هغه‌یې د وتلو ګواښ کړی


د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر د ایران اټمي تړون یو ناورین بللی او له هغه څخه‌یې د وتلو ګواښ کړی دی.

مایک پنس د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» د اسرائیل پارلمان ته په وینا کې یو ځل بیا وویل چې تر هغو چې د تهران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ په دغه اټمي تړون کې اصلاحات نه‎وي راغلي، د امریکا متحده ایالات به ترې ووځي.

پنس وویل:

"د ایران اټمي تړون یو ناورین دی او د امریکا متحده ایالات به نور دغه معیوب تړون تصدیق نه‎کړي."

د روانې میاشتې په سر کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و چې غواړي په دې اټمي تړون کې د ده په خبره د عیبونو د سمولو په هدف له اروپایي متحدینو او کانګرس سره کار وکړي.

تهران په دغه تړون کې د هر ډول بدلون راوستل رد کړي دي، په همدې حال کې د تړون نورو اړخونو لکه بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې د دغه تړون د ملاتړ په برخه کې سره یوه خوله دي.

XS
SM
MD
LG