د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۲۰

ایراني‌الاصله امریکایي باقر نمازي بېرته بندي شو


یو ایراني‌الاصله امریکایي وګړی باقر نمازي بېرته د اوین زندان ته واچول شو.

هغه د درملنې لپاره د لنډې مودې په مخه له زندان ایستل شوی و.

د نمازي د کورنۍ وکیل جارد ګنسر چې په واشنګټن کې دی ویلي سره له دې چې نمازي ته روغتیا پالو سپارښتنه هم کړې وه، خو چارواکو ورسره اړیکه نیولې او ورته ویلي يې دي چې ژر تر ژره دې زندان ته ورستون شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یونېسف پخوانی کارکوونکی باقر نمازي شااوخوا دوه کاله مخکې تهران ته تللی و څو خپل زوی وګوري خو دواړه له "دښمنو بهرنیو هېوادونو" سره د همکارۍ په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې امله چې نمازي له څلورو ورځو رخصتیو وروسته بېرته زندان ته ستون شوی، تأسف ښودلی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیدر ناوئرت ویلي چې واشنګتن له تهرانه غواړي څو په ایران کې ټول امریکايي زندانیان خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG