د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، هغو هېوادونو چې تروریستانو تهیې پناه ورکړې او افغان خاوره په راکټونو ولي خپلو اهدافو ته به ونهرسېږي.
عبدالله عبدالله وايي، هغو هېوادونو چې ترورېستانو تهیې پناه ورکړې، افغانستان تهیې رالېږي او افغان خاوره په راکټونو ولي په حقیقت کې دوهګونی سیاست کوي.
که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم وانهخیست، خو تر دې وړاندې افغان حکومت پاکستان وسلهوالو ته د پټنځایونو پر ورکولو تورن کړی دی.
عبدالله عبدالله چې د افغانستان او هند ترمنځیې د ۱۰۸ پروژو د قرادادونو د لاسلیک په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» خبرې کولې وویل، هغوی چې له افغانستان سره د دوستۍ ادعا لري د هند په څېر دې خپله دوستي ثابته کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ توقع دا ده، هغه هېوادونه چې له موږ سره د دوستۍ ادعا لري خپله دوستي دې په عمل کې ثابته کړي. موږ له ټولو هېوادونو دا توقع لرو چې له هر هغه اقدامه او پالېسۍ نه دې ډډه وکړي چې زموږ د بېثباتۍ لامل ګرځي."
ښاغلي عبدالله همداراز له افغانستان سره د هند مرستو ته په اشارې سره وویل چې دغه مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو ښه بېلګه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ د افغان حکومت او په کابل کې د هند د سفیر ترمنځ د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰۸ پروژو تړونونه لاسلیک شول.
هند له افغانستان سره د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت مرسته کړې چې ډېره برخهیې په افغانستان کې د ۴۴۷ پروژو په پلي کېدو مصرف شوې ده.
د سلما بند جوړول، د ملي شورا د نوې ودانۍ رغونه او په اساسي توګه د زرنج-دلارام سړک جوړول په افغانستان کې د هند له لویو پروژو څخه دي.
سلما بند د افغان او هندي مشرانو لهخوا پرانیستل شو
د افغانستان او هند ترمنځ د "۴ هوايي دهلېزونو" د جوړولو کار پیل شوی
د بهرنیو چارو وزارت: هند افغانستان کې د ۱۱۶پروژو د تطبیق ژمنه کړې
که څه هم افغان حکومت تل ویلي چې له افغانستان سره د هند مرستې د بیارغونې او پر پراختيايي چارو متمرکزې دي، خو د هند سیال پاکستان بیا په افغانستان کې ګواکې د هند له نفوذه اندېښنې ښودلې دي.
په همدې حال کې په کابل کې د هند سفیر من پرېت هورا د ۱۰۸ پروژو د لاسلیک په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې هند به په ټولو حالاتو کې له افغانستان سره د یوه ملګري هېواد په توګه پاتې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"تاسو به تل موږ د یوه ملګري او ورور په توګه چې غواړو له ټولو امکاناتو څخه په استفادې د افغان وروڼو او خویندو د ژوند د ښهوالي لپاره کار وکړو پیدا کړئ."
یادې ۱۰۸ پروژې چې قراردادونهیې د افغان حکومت د سکټوري وزارتونو او په کابل کې د هند سفیر له لوري لاسلیک شول د اقتصاد، پوهنې، کرنې، د کلیو او پراختیا، لوړو زدهکړو، د ورزشي سټېډیومونو په جوړېدو او د برېښنا په برخو کې په ۳۱ ولایتونو کې پلي شي چې د چارواکو په خبره په عملي کېدو سره بهیې د نورو ګټو تر څنګ کاري فرصتونه هم رامنځته شي.
راپور: محمد حدیث پردېس