د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ملي شورا له ۱۰۰ زیات غړي په ژمنیو رخصتیو کې دُبۍ ته په سیاحت تللي دي.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، یو شمېر کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې په بېلابېلو څرګندونو او پروپاګندو د ملي شورا غړي بدنام کړي.
د دغې جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ولسي جرګې ډېری غړي په ژمنیو رخصتیو کې د چکر لپاره دُبۍ ته تللي دي.
نوموړي زیاته کړه چې که څوک په دې اړه اسناد او شواهد ولري له دوی او رسنیو سره دې شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زه د ولسي جرګې د اداري پلاوي په استازیتوب دغه خبره چې ګواکې ۱۰۰ یا ۸۰ وکیلان د چکر لپاره دُبۍ ته تللي وي په کلکه ردوم. که څوک اسناد لري له رسنیو سره دې شریک کړي، که چېرې بیا داسې شوي وي، زه بیا دغه کار غندم او د وکیلانو د مکلفیت او صلاحیت خلافیې بولم."
دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول په فېسبوک کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت له قوله په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې د ملي شورا شااوخوا ۱۲۰ غړي په ژمنیو رخصتیو دُبۍ ته په سیاحت تللي دي.
د دغو راپورونو د کرهوالي په اړه مو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارته پوښتنه وکړه، خو دوی په دې اړه د بېخبرۍ ښودلو تر څنګ له خبرو کولو ډډه وکړه.
د افغانستان د ملي شورا غړي په کال کې دوه ځله تعطیلات لري چې لومړی یې په اوړي کې او دوهمیې د دلوې میاشتې په لومړۍ ورځ پيلېږي او ۴۵ ورځې دوام کوي.
د ملي شورا د کورنیو دندو له مخې د جرګې په تعطیلاتو کې د هر ولایت استازي خپلو سیمو ته ځي او هلته د خپلو مؤکلینو ستونزې اوري او د هواري په هدفیې له حکومت سره شریکوي.
بلخوا د مشرانو جرګې اداري پلاوی بیا دُبۍ ته د وکیلانو تلل نهرودي، خو د شمېر په اړهيې بېخبري ښيي.
د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار ازادي راډيو ته وویل ممکن د ملي شورا کم شمېر غړي د خپلو کاري کړنو او مصروفیتونو له امله دُبۍ ته تللي وي، خو هومره هم نه چې په اړهیې څرګندونې کېږي.
بلخوا د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور ازادي راډیوته وویل چې د مؤکلینو د ستونزو د اورېدو لپاره د ملي شورا غړي یاد ولایت ته نهدي ورغلي.
نوموړي زیاته کړه:
"له بده مرغه په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي نهیوازې په دغو رخصتیو کې بلکې، په کلونو کلونو فراه ته نهدي راغلي او د فراه د خلکو له ستونزو یې ځان نهدی خبر کړی، دا چې اوس وکیلان رخصت دي، دوی فراه ته نهدي راغلي، نهپوهېږو چې چېرې به وي. په چکر به وي او که کوم بل کار کوي."
دا لومړی ځل نهدی چې د یو شمېر وکیلانو د رخصتیو په اړه دا ډول راپورونه خپرېږي، بلکې له دې وړاندې هم دې ته ورته راپورونه خپاره شوي دي.
د ولسي جرګې اداري پلاوی د دغې جرګې له غړو غواړي چې له قانون سره سم باید خپلو ولایتونو ته ولاړ شي، څو د خپلو مؤکلینو ستونزې له نږدې وګوري او د هواري په هدفیې له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړي.
راپور: رحمتالله افغان