د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

کابل چاپ ورځپاڼو د ولسي جرګې ژمنیو رخصتیو په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ د ولسي جرګې د ژمنیو رخصتیو او د سلب صلاحیت شویو وزیرانو د برخلیک په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د سلب صلاحیت شویو ۷ وزیرانو په تړاو چې له کوم وضاحت پرته ۵ یاد شوي لیکلي، اوږده موده وشوه چې ولسي جرګې له پنځو وزیرانو څخه د باور رأیه واخیسته، خو دوی لا هم د وزیرانو په توګه کار ته دوام ورکوي.

په سرمقاله کې راغلي په داسې حال کې چې حکومت له هره اړخه له ستونزو سره مخ دی، په حکومت کې په ناقانونه توګه د ۵ وزیرانو ساتل په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه نه‌دی.

د سرمقاله لیکونکي په وینا اوس چې حکومت دا موضوع سترې محکمې ته راجع کړې، ستره محکمه باید خپل دریځ روښانه کړي او که نه نو چوپتیا به‌یې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ازادي راډیو د راپور په حواله لیکلي، ولسي جرګې ویلي که حکومت د ۷ صلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای دوی ته نوي وزیران معرفي کړي تر شلو نورو ورځو پورې به خپل کارته دوام ورکړي.

په مطلب کې دغه شان د راپور په حواله راغلي له دوو میاشتو ډېره موده کېږي چې سلب صلاحیت شوي وزیران خپل کارته دوام ورکوي، خو د افغانستان ولسي جرګه د سلب صلاحیت شویو وزیرانو کار غېر قانوني ګني وايي چې نور د دغه کار په وړاندې زغم نه لري.

په مطلب کې راغلي چې د مرغومې د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان د ملی شورا ژمنۍ رخصتي پېلېږي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د وکیلانو د رخصتیو په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د ولسي جرګې ژمنۍ رخصتۍ پیل شوې، د قانون له مخې دا رخصتۍ د دې لپاره وکیلانو ته ورکول کېږي چې د خپلو موکلینو له حاله خبر شي، ستونزې یې واوري، له لومړیتوبونو یې خبر شي او بیا لکه پل د ملت او حکومت تر منځ د ستونزو د هواري په برخه کې کار وکړي.

خو د مطلب د لیکونکي په وینا، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به ډېر ژر دبۍ او نورو ښایسته هیوادونو ته د وکیلانو د سفر شاهد وي او دوی به پوره پنځه څلوېښت ورځې یخه هوا په ګرمو ځایونو کې تېره کړي.

XS
SM
MD
LG