د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د ولسي جرګې غړو خپلې ژمنۍ رخصتۍ وځنډولې


په پام کې وه چې د ولسي جرګې غړي د دلوې په لومړۍ نیټه د ژمي د رخصتیو په نوم د یوې نیمې میاشتې لپاره رخصت شي؛ خو د جرګې اداري پلاوی وایي چې د نویو کاندید وزیرانو د معرفي کېدو او دوی ته د رایو ورکولو په خاطر؛ دغه رخصتۍ وځنډېده.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان اله عرفان د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل؛ ژمنۍ رخصتي یې خلکو او هیواد ته د خدمت په خاطر وځنډوله:

"موږ خلکو او هیواد ته د خدمت کولو وعده کړې؛ خو اوس د کاندیدانو موضوع وځنډیده؛ موږ به د همدې له امله خپله رخصتۍ وځنډوو؛ شاید په نږدې راتلونکې کې نوي کاندید وزیران معرفي شي؛ د دې لپاره چې پر سوابقو یې کار وکړو؛ موږ به ورته خپله رخصتي یوه اوونۍ وځنډوو."

ښاغلي عرفان دا هم وویل، که چیرې کاندید وزیران ولسي جرګې ته له معرفي کېدو وروسته د باور رایې خپلې نه کړي؛ د نویو کاندیدانو په برخه کې به له رخصتۍ وروسته تصمیم ونیول شي.

راپورونه وايي، ټاکل شوې وه، نوي کاندید وزیران د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته ور پیژندل شوې وای؛ خو د جرګې اداري پلاوي وویل؛ حکومت دا کار د نامعلومو دلایلو له امله وځنډاوه.

افغان حکومت د خلکو د غوښتنو او تاکیدونو سره - سره؛ شاوخوا درې نیمې میاشتې وروسته؛ د پنځه ویشتو نویو کاندید وزیرانو او د ملي امنیت او د افغانستان بانک د عمومي ريیسانو لست اعلان کړ.

د ولسي جرګې ځینې غړي د کاندید وزیرانو په هکله مختلف نظریات لري او وايي چې داځل به هغو کاندید وزیرانو ته د باور رايې ورنه کړي چې دوه تابعیته ولري او د نورو په برخه کې به هم دقت وکړي.

د ولسي جرګې غړي شیر ولي وردک وویل چې هغو کاندید وزیرانو ته ته به رایه ورکړي چې خلکو ته خدمت وکړای شي:

"دا ځل پریکړه شوې چې په رایو ورکولو کې به دقت وشي؛ دا ځل به هغه چاته رایه ورکړي چې د خلکو خدمتګار وي؛ وکیلان به ژبه، قوم او داسې نور ملحوظات په پام کې ونه نیسي."

د ولسي جرګې بل غړي منورشاه بهادري وویل؛ کاندید وزیرانو ته به د رایو ورکولو پر مهال؛ تیرې اشتباهګانې تکرار نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دورو کې داسې ویل شوي وو چې د جرګې ځینو غړیو له کاندیدانو سره معاملې کړي او یا يې د پیسو په بدل کې رایې ورکړې دي.

ځیني راپورونو دا هم ویلي چې د جرګې یوشمېر غړیو ژبنۍ، سیمه ییزې او قومي موضوعګانې په پام کې نیولي او په همدې اساس یې خپلې رایې کارولي دي.

ډاکتر میربت خان منګل وویل:

"موږ پریکړه کړې چې د یوه کاندید ټول مثبت اړخونه په پام کې ونیسو؛ د دوی مسلک، تحصیل او تجربه، که داسې خواص یې نه لرل؛ رای به ورنه کړو."

په دې اړه نا تایید شوی راپورونه وایي چې نویو کاندید وزیرانو د ولسي جرګې یوشمېر غړيو ته مېلمستیاګانې کړي چې د باور رایې ورته ورکړي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې د جرګې غړي به داځل په رای ورکولو څومره دقت وکړي؛ خو له ځینو خلکو سره دا اندیښنې پیدا شوي چې که د جرګې غړي په دې برخه کي اصولي عمل ونه کړي؛ ممکن ټولنه له یو لړ کړکیجونو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG