د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

صیاد: ممکن د ولسي جرګې انتخابات پر ټاکلې نېټه تر سره نشي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، ممکن د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات پر خپل وخت ترسره نه شي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د راتلونکې لمریز کال د سرطان پر شپاړسمه نېټه ترسره شي، خو اوس د دغه هېواد د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یادو انتخاباتو په ترسره کېدو کې د ممکنه ځنډ خبره کوي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۱۵» په یوه خبرې ناسته کې وویل چې په کمېسیون کې بېلابېلې اداري ستونزې، د پخواني رئیس له کاره ګوښه کول، د نوي کمېشنر د ټاکلو لپاره په ځنډ سره اقداماتو او یو شمېر نورې ستونزې د انتخاباتو د ممکنه ځنډ لامل ګرځېدلي دي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس له دندې لیرې کول، د کمېسیون د نوي غړي ټاکل او یو شمېر نورې تدارکاتي او اداري ستونزې د دې لامل شوي چې موږ یو څه وخت له لاسه ورکړ، د یوې دقیقې او پراخې مطالعې وروسته که اړتیا وه نو انتخابات به له ټاکلې نېټې یو څه وروسته شي."

ښاغلي صیاد که څه هم دقیقه نېټه ونه ښوده خو ویل کېږي چې ممکن انتخابات له پخوانۍ ټاکلې نېټې نه یوه میاشت وروسته ترسره شي.

د نوموړي په خبره، تخنیکي کمېټه په دې برخه کې کار کوي او ډېر ژر به وروستي معلومات له خلکو سره شریک کړي.

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلوونکي ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان شپاړسمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې وه.

ښاغلي صیاد وویل؛ که په انتخاباتو کې د ځنډ اړتیا پېښه شي، نو د نوې نېټې په اړه پرېکړه به د انتخاباتو په بهیر کې د ټولو شاملو اړخونو په مشوره تر سره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، راتلونکي انتخابات به د برېښنايي نه بلکې له پخوانيو تذکرو نه په ګټې اخیستنې ترسره شي او په وینا يې په همدې هدف د نفوسو د ثبت او احوال له ادارې سره د شوې تړون له مخې به نېږدې ۱۰ میلیونه هغو افغانانو ته کاغذي تذکرې وویشل شي چې یایې تذکرې ورکې کړي او یا هم تازه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د انتخاباتو د پروسې نه شفافیت او سراسري توب نا هیلي کړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي، کمېسیون باید له دغه بهیر سره ریښتنی چلند وکړي او هغه لوبه چې له خلکو سره یې کوي، ترې لاس واخلي:

ایوبزاده: کمېسیون باید له دغه بهیر سره ریښتنی چلند وکړي.
ایوبزاده: کمېسیون باید له دغه بهیر سره ریښتنی چلند وکړي.

"سره له دې چې د انتخاباتو د کمېسیون غړي هم پوره شوي او مالي سرچینې هم په واک کې ورکړل شوي، خو لا هم نه شي کولای چې په خپلواک او مسلکي ډول د انتخاباتو د دقیق ځنډ په اړه څه ووايي، او دا چې دوی خپلو خبرو ته وفادار نه دی او نه شي کولای په خپل وخت انتخابات ترسره کړي، دا په دې معنی چې پر دوی هېڅ ډول باور نه شي کېدای."

ښاغلی ایوب زاده په کمېسیون کې د ظرفیت او خپلواکۍ نه موجودیت د انتخاباتو د ممکنه ځنډ عمده لاملونه ګني.

نوموړی وايي، د انتخاباتو لپاره د ارادې د نه موجودیت له امله ښايي په راتلونکو انتخاباتو کې ډېر خلک ګډون ونه وکړي، ځکه په وینا يې خلک پر دې پروسه بې باوره شوي دي.

دا یادولو وړ ده چې د نورو ستونزو ترڅنګ په افغانستان کې د ناامنۍ زیاتوالی د انتخاباتو په وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

خو د افغانستان امنیتي ارګانونه ډاډ ورکوي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره به هر اړخیز امنیت ټینګ کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG