د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس او دوه مرستیالان وټاکل شول


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات د چهارشنبې په ورځ تر سره شول.

د دې کمېسیون مسؤلین وايي، د اداري پلاوي له ټاکلو سره به هغه چارې چټکې شي چې له ځنډ سره مخ وې.

ګلا جان عبدلبدیع صیاد د دغه کمېسیون د رئیس، وسیمه بادغیسۍ د عملیاتي مرستیالې او معاذالله دولتي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اداري او مالي مرستیال په توګه وټاکل شول، خو د منشي لپاره انتخابات د پنجشنبې ورځې ته وځنډېدل.

خو له دې سره پر انتخاباتو د څار ځيني بنسټونه له هغې جملې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د انتخاباتي حوزو له بې‌برخلیکۍ، د کمېسیون د دارالانشاء د رئیس او د رأي ورکوونکو د لېست نشتوالي اندېښمن کړي دي.

افغان‌زی: موږ د انتخاباتو له کمېسیون څخه غواړو چې خپل کاري لومړیتوبونه واضح کړي.
افغان‌زی: موږ د انتخاباتو له کمېسیون څخه غواړو چې خپل کاري لومړیتوبونه واضح کړي.

د فیفا تخنیکي سلاکار محمد فرید افغان‌زي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۱» په یوه خبري غونډه کې په دې اړه وویل:

"موږ د انتخاباتو له کمېسیون څخه غواړو چې خپل کاري لومړیتوبونه واضح او د بې‌پروګرامۍ له حالته ووځي، دوی باید پر درېیو برخو اصلاحاتو، باور جوړونې او د انتخاباتو لپاره د تدابیرو لپاره هڅې وکړي."

ښاغلی افغان‌زی د راتلونکو انتخاباتو نېټې ته په اشارې وايي چې پاتې وخت ته په پاملرنې سره د انتخاباتو تر سره کېدل ممکن نه‌دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان د میاشتې ۱۶ نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو تر سره کېدو نېټه ټاکلې ده.

د قانون له مخې دا انتخابات باید د ۱۳۹۴ لمریز کال د سرطان په میاشت کې تر سره شوي وی، خو د بېلابېلو دلایلو له کبله انتخابات وځنډېدل.

فیفا له ګوندونو، سیاسي جریانونو او مدني بنسټونو څخه هم غواړي چې په دې برخه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کړنو څخه په جدي ډول څار وکړي.

له دې سره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ځيني غړي د خپلواکۍ پر ساتنې، همغږۍ، مشورو، د اصلاحاتو پر تطبیق، د فساد پر ختمولو، شفافیت او پر وخت د انتخاباتو پر ترسره کولو ټينګار کوي.

ملیحه حسن
ملیحه حسن

د یاد کمېسیون یوې غړې ملیحه حسن ازادي راډيو ته وویل:

"د کمېسیون په اراده کې د انتخاباتي نېټې د بدلون لپاره څه نه‌شته، په کمېسیون کې خپلواکي د پېژندل شوي اصل له مخې مراعتېږي او د رأی ورکونکو لېست د تیارولو او د عملیاتي پلان د تطبیق په لوري ګامونه اخلو."

پر انتخاباتو د څار بنسټونه د هغې له ډلې فیفا د کمېسیون په چارو کې د حکومت لاسوهنه، د کافي بودجې نشتوالی او امنیت د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې ستر خنډونه بولي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG