د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

نیکي هیلي: که روسیه خپل سیاست بدل نه کړي امریکا ورسره ملګري نه کوي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پرون جمعه په ویست ویرجینیا کې د خبرو پر مهال وویل، که د روسیې حکومت خپل کړه – وړه او په نړیوال ډګر کې خپل سیاست بدل نه کړي، امریکا ملګرتیا نه شي ورسره کولائ.

هغې وویل، یوه د اندېښنې وړ مسئله چې باید واضح شي دا ده چې روسیه د امریکا ملګرې نه ده.

د نېکي هیلي په وینا، ښايي ځیني موارد وي چې دواړه په ګډه کار ورباندې کولائ شي خو که چېرې د مسکو حکومت پر هغو ارزښتونو چې اوسمهال باور لري، ټینګ پاتې شي د دواړو ترمنځ ملګرتیا ممکنه نه ده.

هیلي: روسیه د بشارالاسد د ظالم رژیم ملاتړ کوي.
هیلي: روسیه د بشارالاسد د ظالم رژیم ملاتړ کوي.

هغې په نړیواله کچه د روسیې د حکومت پر پالیسیو په انتقاد کې وویل:

"روسیه په سوریه کې د بشارالاسد د ظالم رژیم ملاتړ کوي چې د سوریې پر ملکي خلکو له تشدد سره مرسته کوي او په ملګرو ملتونو کې هره هڅه چې له بشارالاسد سره د حساب او کتاب لپاره کېږي، ویټو کوي، روسیې له ایران سره خپل اتحاد پراخ کړی او د ایران حکومت له دې ساتي چې د اټمي پروګرام په اړه یې کلکې څېړنې او تفتیش وشي."

نېکي هیلي همداراز د روسیې له لوري د کرېمیاد اشغال یادونه وکړه او ویې ویل چې مسکو په غیر قانوني ډول د اوکراین خاوره له ځان سره الحاق کړې او ساتلې ده، په وېنزویلا کې یې د غیر مشروع او فاسد رژیم ملاتړلې او د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یې لاس وهنه کړې ده.

نېکي هیلي وویل، نه پوهېږي چې روسیې په ۲۰۱۶مېلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له لاس وهنې څه مقصد درلود خو شک نه لري چې مسکو د امریکا د ټاکنو له له پایلو خوشحاله نه دی.

د هغې په وینا، د امریکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ ادارې د روسیې پر ضد تر بل حکومت زیات کلک دریځ غوره کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا خزانې وزارت تېره اوونۍ د ۱۱۴روسانو چې د هغه هېواد په سیاسي کړیو کې لوړ مقامونه لري او د ۹۶ هغو روسانو چې ستر ملیونران دي او د سرچینو په حواله، له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نېږدې اړیکو پر اساس یې پانګه غونډه کړې، نومونه خپاره کړل.

هیلیي: روسیه نور د امریکا ملګرې نه ده.
هیلیي: روسیه نور د امریکا ملګرې نه ده.

د "کرېملېن لېست" کې د روسیې د ولسمشر د ویاند دیمیتري پېسکوف، د کابینې ۳۱وزیرانو، د صدراعظم دیمېتري میددوف، د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف، د روسیې د اسختباراتو وزارت د یو شمېر لوړ رتبه چارواکو او د پېژندل شوو ملیونرانو لکه علي شېر عثمانوف، میخائیل پروخوروف او یوفجیني کاسپيرسکي راغلي وو.

د جمهور رئیس ټرمپ ادارې په دې اړه یو رپوټ کانګرس ته هم واستاوه خو ویې ویل په لنډ وخت کې پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو کوم پلان نه لري.

XS
SM
MD
LG