د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۳۲

د مسکو پولیسو د الکسي ناوالني دوه پیژندل شوي همکاران نیولي


د مسکو پولیسو د روسیې د اپوزېسیون د یو سیاستوال الکسي ناوالني دوه پیژندل شوي همکاران نیولي دي.

دا کسان غیر قانوني مظاهرو ته د خلکو په هڅونې تورن شوي دي.

د الکسي ناوالني ویاند کیرا یرمیش او روسلان شودینوف چې د ناوالني د یوټیوب چینل‌یې چلاوه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» د مسکو په یو هوايي ‌‌ډګر کې ونیول شول.

ټاکل شوې چې دا دوه کسان نن په یوه محکمه کې حاضر شي.

خپله الکسي ناوالني د جنورۍ په ۲۸مه نېټه هغه مهال چې غوښتل‌یې په مسکو کې له یوه لاریون سره یوځای شي نیول شوی و، خو د لاریون تر پای ته رسېدو وروسته خوشې شو.

په وروستیو کې د انتخاباتو د تحریم په پلوۍ لاریونونو کې د ګډون له کبله په ټوله روسیه کې ۳۵۰ کسان نیول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناوئرت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۹» په روسیه کې د سیاسي مخالفانو نیول کېدو ته په اشارې وویل، پیاوړي سیاستوال د خپلو رقیبانو له غږ نه‌وېرېږي.

XS
SM
MD
LG