د روسیې د درېیو اطلاعاتي او څارګرو ادارو مشرانو په وروستیو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفرونه کړي دي.
د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناریشکین، د روسیې د فدرال امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف او د روسیې د مرکزي استخباراتو د لوی درستیزانو مشر ایګور کوربوف د روسیې هغه مهم چارواکي دي چې په څو وروستیو ورځو کې امریکا ته تللي دي.
د سرګئي ناریشکین د سفر په اړه په امریکا کې د روسیې سفیر خبرې کړي او ویلي یې دي چې هغه په واشنګټن کې له چارواکو سره د ترورېزم او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
اخوا واشنګټن پوسټ د جنورۍ په ۳۱مه ویلي چې د روسیې د فدرال امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتینکوف تېره اوونۍ د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې «سي. ای. اې» له مشر مایک پامپیو سره خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناریشکین هم له مایک پامپیو سره لیدلي دي، خو تر اوسه پورې واضح شوې نهده چې د روسیې د مرکزي استخباراتو د لوی درستیزانو مشر ایګور کوربوف له چا سره لیدلي دي.
په مسکو کې د امریکا سفیر جان هانټسمن له اکو مسکو راډیو سره په مرکه کې ویلي، د «سي. ای. اې» رئیس ښاغلي پامپیو تېره اوونۍ له روسي چارواکو سره د ترورېزم ضد مسایلو په اړه خبرې کړي چې ویلی شو مهمو چارواکو مو له ډېره وخته داسې خبرې نهوې کړې.
ویل کېږي امریکا ته د دغو مهمو روسي چارواکو سفر د امریکا او روسیې د کړکېچونو په اوج کې شوی دی.
د امریکا د خزانې وزارت د سې شنبې په ورځ د «کرملېن راپور» تر سرلیک لاندې د ۲۱۰ روسي میلیاردرانو او چارواکو یو لېست خپور کړی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې کسان ګڼل کېږي.
دا لېست د امریکا د کانګرس په غوښتنه د دې لپاره چمتو شوی، څو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې، پر اوکراین د روسیې د یرغل او د مسکو د ځینو نورو اقداماتو چې د امریکايي چارواکو د اندېښنې سبب شوي، په عکسالعمل کې پر روسیې فشار راوړل شي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې لېست خپرول غندلي دي.
که څه هم د امریکا او روسیې د استخباراتي چارواکو سفرونه او له یو بل سره لیدنې عادي بلل کېږي، خو ځیني پخواني امریکايي چارواکي امریکا ته په یو وار د درېیو مهمو روسي چارواکو وروستی سفر غیر معمولي بولي.
په مسکو کې د «سي. ای. اې» پخواني مشر اسټوین هال ازادي راډیو ته وویل، دی په یاد نهلري چې په وروستیو ۱۵ کلونو کې دې په یو وار د روسیې درې مهم استخباراتي مشران امریکا ته سفر وکړي.
هغه دا سفر ډېر غیر معمول وباله.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت د ازادې اروپا/ ازادي راډیو هغه اېمېل ته ځواب ورنهکړ چې د روسي چارواکو د سفر په اړهیې معلومات غوښتي و.
خو یوه رسمي چارواکي د نوم د نهښودلو په شرط د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته ویلي، د امریکا د امنیتي ادارو د مشرانو د پروګرامونو په اړه معلومات نهورکوو، خو ډاډ ورکوو چې له بهرنیو جاسوسي ادارو سره اړیکې د امریکا د قوانینو او له اړوند سازمانونو او ادارو سره په مشوره کېږي.
راپور: صفيالله ستانکزی