د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۹

د روسیې د استخباراتي او جاسوسي ادارو مشران واشنګټن ته تللي


د روسیې د درې مهمو استخباراتي او جاسوسي ادارو مشرانو په وروستیو ورځو کې واشنګټن ته سفرونه کړي.

په داسې وخت کې چې د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې دي، څارونکي امریکا ته د روسي استخباراتي ادارو د مشرانو دا ورتګ غیر معمول بولي.

په امریکا کې د روسیې سفیر سرګي ناریشکین تر دې مخکې تأیید کړې وه چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر په وروستیو ورځو کې د امریکايي چارواکو سره د ترهګرۍ او نورو مسئلو پر سر د خبرو لپاره په واشنګټن کې و.

خو واشنګټن ته د روسیې د فدرالي امنیت د مشر الکساندر بورتنیکوف او د روسیې د لوی درستیز د استخباراتو د ادارې د مشر جنرال ایګور کوروبوف د سفر په اړه تر دې مخکې څه نه‌وو ویل شوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ وویل، دوه روسي استخباراتي چارواکي تېره اوونۍ په واشنګټن کې وو.

د ورځپاڼې په وینا بورتینیکوف او په امریکا کې د روسیې سفیر ناریشکین د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې له مشر مایک پامپیو سره کتلي دي.

دا لا روښانه نه‎ده چې جنرال ایګور کوروبوف له کومو امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه لرل.

XS
SM
MD
LG