د خوست دیني عالمانو د خلکو د ګڼه ګوڼې پر سیمو او ملکي هدفونو د وسلهوالو مرګوني بریدونه د اسلام دین له نظره حرام وبلل او دا يې د پردیو لهخوا پر افغانانو تپل شوې سیاسي او استخباراتي جګړه وبلله.
دیني عالمانو د دوشنبې د ورځې په مازیګر د کابل د وروستۍ مرګونې پېښې د غندنې او د یادې پېښې قربانیانو ته د دعا په هدف جوړې شوې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د دا ډول بریدونو په مخینوي کې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي او مولوي محمد عارف عرفان وویل، خلک باید په دې پوه شي چې اوسنۍ جګړه دیني او مذهبي نهده، بلکې د پردیو د ګټو په خاطر ده.
د غونډې او فاتحې په مراسمو کې یو شمېر ویناوالو په نظام کې د وسلهوالو د نفوذي او بهرنیو استخباراتي کړیو پورې د تړلو کسانو شتون هم د یوې ستونزې په توګه یاد کړل.
د خوست د ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې نظام دې د پردیو پورې د تړلو خلکو له شتونه پاک کړي.
د خوست یو تن مدني فعال کمالالدین ځدراڼ بیا د اوسنیو امنیتي ستونزو او بریدونو یو بل لامل د حکومت په داخل کې اختلافونه وبلل او زیاتهيې کړه چې که دا کمزوري په حکومت کې وي، نو ممکن روان حالت دوام پیدا کړي.
ده وویل چې په افغانستان کې د قدرت د جزیرو په لیرو کولو سره سوله او امن راتلی شي.
د خوست د قومونو د پیوستون د شورا د دفتر مشر سید کریم خاکسار هم د اوسنیو بریدونو او نا امنیو مهم لامل په حکومت کې اختلافونه ګڼي او غوښتنه لري چې باید له دې حالته د ژغورنې لپاره په حکومت کې داخل کسان او ډلې سره یولاس شي.
دیني عالم مفتي حبیبالرحمن خوستی وايي، خلک له رسنیو خبرېږي چې امنیتي ارګانونه د یو شمېر جرمونو او ترهګریزو بریدونو په تور مظنونین نیسي، خو پایلې يې له ولس سره نهشریک کېږي.
نوموړی د حکومت دنده بولي چې ولس باید د پېښو له حقایقو خبر کړي او خپلې موندنې هغوی سره شریکې کړي.
د خوست والي حکم خان حبیبي هم د کابل د وروستیو پېښو غندنه وکړه او په خپلو خبرو کې يې وویل چې په نظام کې یو شمېر داسې کسان شته چې د ویر او ماتم په شرایطو کې هم د خپل قدرت د پایښت او د خپلو شخصي ګټو د خوندي کېدو په لالچ اخته دي.
د خوست والي وویل، د ملي ستونزو لهمنځه وړلو لپاره د قانون پلي کېدنه، د فساد پر وړاندې مبارزه، د مافیايي کړیو یوې خواته کول او د ولسونو هیلو ته غوږ نیونه حتمي اړتیا ده.
افغان چارواکو ویلي، د کابل ښار د صدارت د څلور لارې د شنبې د ورځې په برید کې ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه برید چې مسؤلیتیې وسلهوالو طالبانو منلی، تر ډېرهیې قربانیان ملکي وګړي دي.
راپور: نجیبالله الوخېل