د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

احمدزی: امریکا باید د ترورېزم د ګواښ تر ختمېدو په افغانستان کې پاتې شي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، امریکا مکلفه ده چې د ترهګرۍ د ګواښ تر ختمېدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پر مخ بیایي د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، امریکا مکلفه ده چې په دغه هېواد او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ وځپي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزی وايي، د امریکا د راتګ هدف د ترهګرۍ او ترهګرو سره مبارزه وه چې باید تعقیب یې کړي.

ښاغلي احمدزي د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۰۷» ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د جګړې په اړه له یوې مخې دا نظر چې امریکا ناکامه ده هم غلط دی، بلکې وايي چې نوموړی ځينې لاسته راوړنې هم لري.

احمدزی: امریکا مکلفه ده چې اوس دلته اووسي.
احمدزی: امریکا مکلفه ده چې اوس دلته اووسي.

نوموړي زیاته کړه:

"امریکا مکلفه ده چې په افغانستان کې تر هغې اووسي تر کومه چې د ترورېزم ځالې له افغانستان څخه ختمې شوي نه وي، ځکه دوی د مجاهدینو په وخت کې هم د افغانستان د نادیده نیولو یوه تېروتنه کړې وه، زموږ سره په ناستو او کتنو کې تل دا خبرې شوي چې د دوی سیاسیون، نظامیان او ملکي چارواکي هېڅ څوک هم دا تېروتنه نه تکراروي نو امریکا مکلفه ده چې اوس دلته اووسي."

امریکا مکلفه ده چې اوس دلته اووسي

نوموړي دا څرګندونې د یو شمېر امریکایانو د هغه نظر په غبرګون وکړې چې ویلي یي دي، موږ په افغانستان کې جنګ نه شو ګټلای نو موږ نه پوهېږو چې ولې هلته یو؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د څېړونکي یوې ډلې او ځينو امریکايي ځواکونو په حواله لیکلي، متحده ایالات افغانستان له لاسه نه ورکوي او نه هم دا جګړه ګټل کېږي چې دا هېڅ ښه حالت نه دی.

ورځپاڼه وايي، یوازې د ټرمپ حکومت له دغو پوښتنو سره نه دی مخ بلکې له دې وړاندې هم ورته پوښتنې موجودې وې چې تر ډېره ورته دوه ځوابونه ورکول کېږي.

د القاعدې ختمول او د پاکستان د اټمي وسلو سمبالول.

په افغانستان کې د امریکا ۱۷کلن حضور د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده چې امریکایان ډېر ځله له دې امله انتقادونه کوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د ترهګرو پر تمویلونکو فشارونه کولای شي د امریکایانو دغه اندېښنې ختمې کړي.

له ډلې یې شهزاده مسعود ازادي راډیو ته وویل، د فشارونو تر څنګ د سولې لپاره رښیتنې هڅې امریکا تر بریا رسولای شي.

مسعود: ښه خبره دا ده چې امریکا پر هغه چا فشار راوړي چې مخالفین تمویلوي.
مسعود: ښه خبره دا ده چې امریکا پر هغه چا فشار راوړي چې مخالفین تمویلوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښه خبره دا ده چې امریکا پر هغه چا فشار راوړي چې د افغانستان د دولت مخالفین تمویلوي او تجهیزوي یي چې هغه زموږ ګاونډی هېواد پاکستان دی، که چېرې دوی پر پاکستان په ځانګړي ډول د هغه هېواد پر استختباراتي ادارې عملاً فشار راولي نو په دې توګه کېدلای شي د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون راشي او هغه هېواد په سوله ییز حل کې همکاري وکړي."

دی وايي، د تېروه ۱۵ کلونو تجربو دا ثابته کړې چې یوازې په افغانستان کې پر جګړې تمرکز نه شي کولای د دغې اوږدې جګړې په اړه شته اندېښنې له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې، امریکا په دې وروستیو کې ځلونو پاکستان ته د انتقاد ګوته نیولې او پر هغه هېواد يې د فشارونو د ډېرېدو ویلي دي، خو ښاغلی مسعود وايي، له روان ګونګ حالت نه د وتلو په هدف باید دا هر څه په عمل کې ثابت شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG