د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۰۵

بهمن: د افغانستان اقتصاد وزارت د یوې نوې پالېسۍ طرحه جوړه کړې


د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، د یوې نوې جوړې شوې پالېسۍ له مخې ټاکل شوې چې د ۲۰ قلمه هغو کرنیزو او خوراکي توکو د زیات تولید او کر په برخه کې اقدام وشي، کوم چې په دغه هېواد کې ورته ښه زمینه برابره ده.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن نن شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه پالیسي ولسمشر ته سپارل شوې او ډېر ژر به د سکټوري وزارتونو په مرسته عملي شي.

د نوموړي په خبره، په دغو تولیداتو کې غوښه، غوړي، لبنیات او تر ډېره کرنیز او خوراکي توکي شامل دي.

ښاغلی بهمن وايي، د دغې طرحه شوې پالېسۍ له مخې به په افغانستان د کرنیزو توکو تولیدات زیات او هم به په نړیوالو ستندردونو نړیوالو بازارونو ته صادر شي.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، تمه ده چې د روان لمرېز کال ترپايه بهر ته د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت، د افغاني تولیداتو او محصولاتو صادرات وشي.

XS
SM
MD
LG