د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۷

د فراه والي محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا ورکړه

د فراه والي محمد عارف شاجهان نن له خپلې دندې استعفا وکړه.

له فراه د آزادي راډیو خبریال وایي چې ښاغلي شاجهان د خپلې استعفا د اعلانولو پر مهال وویل چې د فراه اوسېدونکي د ده له کارونو خوښ نه و نو په همدې خاطر یې استعفا وکړه.

پرون هم په فراه ښارکې په لسګونو کسانو د فراه د والي دفترته څېرمه مظاهره وکړه.

د آزادي راډیو خبریال وایي، مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه.

د فراه والي په داسې حال کې استعفا کوي چې د دې ولایت مرکز ته څېرمه سیمو په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او افغان امنیتي ځواکونو یې هم په وړاندې یولړ عملیات پیل کړي دي.

محمد عارف شاه جهان د روان لمریز کال د وري میاشتې پر لسمه دد غه ولایت د پخواني والي اصف ننګ پر ځای د فراه والي وټل شوو چې تر نهوو میاشتو ماموریت وورسته یې له دندې استعفا ورکړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG