د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۵ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۲

په فراه ښار کې یوه مظاهره په تاوتریخوالي واوښته


په فراه ښار کې د ولایت د مقام تر څنګ مظاهره په تاوتریخوالي واوښته.

د ازادي راډيو خبریال احمد شاه فطرت له سیمې راپور ورکوي چې لسګونه کسانو چې ویل کېږي، ډېری یې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د فراه ولایت مقام ته څېرمه په مظاهره لاس پورې کړ.

احمد شاه فطرت وایي، دغه مظاهرې هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتې چې دغو مظاهره‌چیانو غوښتل د ولایت مقام ته ننوځي.

ښاغلي فطرت زیاته کړه، له نږدې یوه ساعته ډزې تبادله کېږي، خو دا چې دغه ډزې څوک کوي، تر اوسه معلوم نه‌دي.

د ازادي راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې، دغه مظاهره د یوه وژل شوي تن د وژنې په غبرګون پیل شوې ده.

مظاهره کوونکو د یوه تن مړی چې ادعا کېږي امنیتي ځواکونو وژلی، له ځانه سره لېږدوي.

ویل شوي چې د دغې مظاهرې په تاوتریخوالي کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

همدا ډول ادعا ده چې د دغې مظاهرې منځ ته وسله‌وال مخالفین هم ورننوتي دي.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG