د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

ګوترش د جلال‌اباد پېښې په غبرګون پر ښکېلو خواوو قانون ته پر درناوي غږ وکړ


د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر او په خپله سېف د چلډرن په جلال‌اباد کې د ماشومانو د ملاتړ پر مؤسسې برید په سختو ټکو وغانده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش ویاند استفان دوجارریک پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه برید په کلکه غندي او یو ځل بیا یې د جګړې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ وکړ چې نړیوال قانون ته درناوی وکړي.

د انتونیو ګوترش ویاند استفان دوجارریک
د انتونیو ګوترش ویاند استفان دوجارریک

نوموړی وايي:

"د بشري حقونو سازمانونه په افغانستان کې تر ټولو زیانمنونکو سړو، ښځو او ماشومانو ته د ژوند ژغورلو مرستې رسوي. مرستندویه کارکوونکي باید هېڅکله هم په خپلو دفترونو کې په نښه نه شي او نه یې هم شتمني. د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوي چې د بشري مرستو د کار کوونکو او ملکیانو د خوندیتوب لپاره د نړیوال قانون مسؤلیتونو ته غاړه کښېږدي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکي دفتر اکبر هم په جلال اباد کې د ماشومانو د ملاتړ پر مؤسسې برید وغانده او هغه یې ټکان ورکوونکی وباله.

د سېف د چلډرن د مؤسسې د عملیاتو د چارو مشر کارلوس کارازانه وویل، درې افغان کارکوونکي یې په دغه برید کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. هغه هم دغه حمله په سختو ټکو وغندله.

نوموړي وویل:

"سېف د چلډرن دغه حمله غندي. مرستندویه کارکوونکي هېڅکله، هېڅکله باید په نښه نه شي."

په دغه برید کې چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی.

د ننګرهار د والي د ویاند په وینا لومړی یوه ځانمرګي د دې مؤسسې د دروازې مخته ځانته چاودنه ورکړه او ۴ نور یې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه شول او ټول ووژل شول.

د خوګیاڼي په وینا د ماشومانو د ساتنې ادارې دوه کارکوونکي او د یادې ادارې یو ساتونکی او یو سرتېری وژل شوی او د ۳ سرتېرو په ګډون د نېژدې ۳۰ تنه ټپیانو له ډلې ۱۸ تنه له درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG