د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲
جلال‌اباد ښار کې له ځانمرګي او ډله‌ییزو بریدونو وروسته تصفیوي عملیات روان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

خوګیاڼی: په جلال‌اباد کې د «سېف د چلډرن» پر دفتر حمله پای ته ورسېده

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې په جلال اباد کې  له ماشومانو ...

د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد کې یو ځانمرګی برید شوی دی.

د دغه ولایت د مقام ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي ته وویل چې نن سهار شااوخوا نهه بجې د جلال‌اباد ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې د سېف ده چلډرن "Save the Children" دفتر مخې ته یوه انتحاري حمله شوې.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا د دغې حملې په پایله کې د دغې ادارې ځیني موټرو اور اخیستی او د یو شمېر چادونو او ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې سیمې ته ځواکونه رسېدلي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغې مسؤلیت نه‌دی منلی.

نور جرئیات وروسته ...

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې په جلال‌اباد ښار کې د "سېف د چلډرن" پر دفتر د وسله‌والو برید پای ته ورسېد.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د دغې حملې په اړه څېړنې پيل شوي او وروستي جزئیات به له رسنیو سره وورسته شریک شي.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په جلال‌اباد ښار کې د ماشومانو د ژغورنې یا «سېف د چلدرن» پر مؤسسې وسله‌وال ډله‌ییز برید د ۴ بریدکوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي شېبه وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په یادې ودانۍ کې ۴۶ تنه بند کسان چې ۱۲یې مېرمنې وې، روغ رمټ ژغورلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ژغورل شوي کسان برسېرن ټپي شوي وو چې تر لومړنۍ درملنې وورسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

دغه برید چې مسؤلیت‌یې داعش وسله‌والې ډلې په غاړه اخیستی، د افغان چارواکو په وینا دوه تنه په‌کې وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

داعش وسله‌والو نن سهار شااوخوا نهه بجې د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ماشومانو د ژغورنې یا «سېف د چلډرن» پر دفتر انتحاري او ډله‌ییز برید وکړ چې شااوخوا نهه ساعته‌یې دوام وکړ.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې «سېف د چلډرن» دفتر په جلال‌اباد ښار کې پر خپل سیمه‌ییز د حملې په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې تر نامعلوم وخت پورې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند وایي، د ماشومانو د ملاتړ یا سېف د چلډرن په مؤسسه کې تصفیوي عملیات لا هم دوام لري.

عطالله خوګیاڼي څو شېبې وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې ښاغلي خوګیاڼي د یوه ملکي او یوه سرتېري د وژل کېدو خبره هم کړې وه.

داعش وسله‌والو د دې برید مسؤلیت منلی دی.

نن سهار شااوخوا نهه بجې لومړی د سېف د چلډرن مؤسسې مخته ځانمرګی برید وشو او بیا وروسته وسله‌وال کسان د مؤسسې ودانۍ ته ننوتل.

وسله‌والو طالبانو په دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په کابل کې د برېتانیا سفیر دغه برید غندلی او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د خوندیتوب موسسه یوه لویه خیریه موسسه ده چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د زده کړې، روغتیا او خوندیتوب په برخه کې کار کوي.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې بهرنۍ خیریه ډلې په نښه شوې دي.

د جلال‌اباد د درېیمې ناحیې پېښه کې د انتحاري او ډله‌ییزو بریدونو پړه داعش وسله‌والې ډلې ومنله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG