د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲
جلال‌اباد ښار کې له ځانمرګي او ډله‌ییزو بریدونو وروسته تصفیوي عملیات روان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

خوګیاڼی: په جلال‌اباد کې د «سېف د چلډرن» پر دفتر حمله پای ته ورسېده

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې په جلال اباد کې  له ماشومانو ...

د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد کې یو ځانمرګی برید شوی دی.

د دغه ولایت د مقام ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي ته وویل چې نن سهار شااوخوا نهه بجې د جلال‌اباد ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې د سېف ده چلډرن "Save the Children" دفتر مخې ته یوه انتحاري حمله شوې.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا د دغې حملې په پایله کې د دغې ادارې ځیني موټرو اور اخیستی او د یو شمېر چادونو او ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې سیمې ته ځواکونه رسېدلي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغې مسؤلیت نه‌دی منلی.

نور جرئیات وروسته ...

د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د درېيمې ناحیې په پېښه کې تر اوسه ۲۰ تنه ټپیان شوي دي چې ۱۷یې ملکیان او ۳ نور یې امنیتي ځواکونه دي.

د ننګرهارد والي ویاند وایي، د ماشومانو د ملاتړ یا سېف د چلډرن په مؤسسه کې تصفویي عملیات لاهم دوام لري.

عطالله خوګیاڼي څو شېبې وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یو ملکي او یو امنیتي سرتېری په‎دې پېښه کې وژل شوي دي.

دی وايي

"اوس هم تصفیه روانه ده. تر اوسه یو ملکي وګړی او یو سرتېری وژل شوی دی. ۱۲ ملکیان د ښيښو له کبله ټپیان شوي دي. تر اوسه معلومات وروستي نه‎دي. یو بریدګر په‎خپله ځان وژلی، یو بل د امنیتي ځواکونو له‎خوا وژل شوی دی، تصفیه اوس د ودانۍ په وروستي پوړ کې روانه ده."

نن سهار شااوخوا نهه بجې لومړی د سېف د چلډرن مؤسسې مخې ته ځانمرګی برید وشو او بیا وروسته وسله‎وال کسان د مؤسسې ودانۍ ته ننوتل.

وسله‎والو طالبانو په‎دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر دغه برید غندلی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې پر ماشومانو او بشرپالو برید د بشریت ضد جنایت دی.

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسه یوه لویه خیریه مؤسسه ده چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د زده‎کړې، روغتیا او خوندیتوب په برخه کې کار کوي.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې بهرنۍ خیریه ډلې په نښه شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې په جلال‌اباد کې له ماشومانو د ملاتړ پر ادارې ډله‌ییز برید کې یو تن وژل شوی او ۱۲ تنه وژل شوي او امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي چې په جلال‌اباد کې یې په عملیاتو کې برخه اخیستې ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي او هڅه کېږي چې هغه ترهګر چې د سېف ده چلډرن ودانۍ ته ننوتي له‌منځه یوسي.

بل‌خوا د بریتانیا سفیر دا حمله غندلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG