د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په سیمه او نړۍ کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر هغو هېوادونو فشار لازمي دی چې د ترورېزم ملاتړ کوي.
پر پاکستان د نړیوالو او په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو د فشارونو په دوام جمهوري ریاست وايي، د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره پر هغو هېوادونو فشارونه حتمي دي چې له ترورېستانو ملاتړ کوي.
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دغه فشارونه باید راوړل شي ځکه چې د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ دی او دا مسئله ټولو ته معلومه ده چې ترهګر چېرته پټنځایونه لري او روزل کېږي."
جمهوري ریاست وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې تازه سپینې ماڼۍ له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې طالب مشران ونیسي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل له خونړي برید وروسته په سپینې ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د پاکستان حکومت باید د هغو طالب مشرانو په اړه لاس پهکار شي چې په پاکستان کې دېره دي.
پر انټرکانټیننټال هوټل برید کې د نورو بهرنیانو په ګډون یو شمېر امریکایانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یاده حمله کې یو شمېر امریکایانو ته اوښتې مرګ ژوبله تأیید کړې، خو د شمېر او نورو جزئیاتو په اړهیې څه نهدي ویلي.
د روان میلادي کال له پیل راوروسته د واشنګټن او اسلاماباد اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن د وروستۍ غوښتنې په باب د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نهکړه، خو تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په یوه مرکه کې ویلي و چې پاکستان بايد په افغانستان کې د امريکا د پاتې راتلو له کبله ملامت نهشي.
په همدې حال کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، له پاکستانه د واشنګټن وروستۍ غوښتنې ته په کتو داسې ښکاري چې امریکایان پر اسلاماباد د فشار راوړلو په برخه کې جدي دي.
له ډلې یې خالد سادات ازادي راډیو ته وویل:
"زه فکر کوم چې پر پاکستان د امریکا وروستي فشارونه په ځانګړې توګه د کابل د انټرکانټیننټال پر هوټل له حملې وروسته د سپینې ماڼۍ دا ډول څرګندونې پر دغه هېواد د ډېر فشار راوړلو ښه بېلګه ده او زما په نظر اوس امریکا غواړي له ټولو ممکنو لارو پاکستان تر فشار لاندې ونیسي."
د ښاغلي سادات په خبره پر پاکستان د امریکا د متحده ایالاتو وروستیو فشارونو افغانان په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سراسري سولې او ثبات ټینګښت ته ډېر هیلهمند کړي دي، خو دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید ورته فشارونه دوام ومومي.
راپور: محمد حدیث پردېس