د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۲

پراګ کې د اور لګېدو پېښه کې د مړو شمېر ۴ ته پورته شو


د چک د پلازمېنې پراګ په یوه هوټل کې د اور لګېدو د تېرې ورځې په پېښه کې د مړو شمېر څلور تنو ته پورته شو.

د پراګ چارواکو وویل، دوه ښځې چې په ایرو سټار ډېوېډ هوټل کې د اورلګېدو په دې پېښه کې ټپیانې شوې وې، پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» ناوخته‌یې ساه ورکړه.

د چارواکو په وینا لږ تر لږه اووه تنه نور ټپیان تر اوسه په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.

پولیسو لومړني دوه وژل شوي د جرمني او جنوبي کوریا اتباع ښودلي، خو د وروستیو دوو تنو د هویت په اړه‌یې څه نه‎دي ويلي.

په ټپیانو کې د هالنډ، ترکیې او فرانسې اتباع هم شامل دي.

تر اوسه دا نه‎ده څرګنده چې څه شی په دې هوټل کې د اور د لګېدو سبب شوی و.

XS
SM
MD
LG