د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۱

ولسي جرګه د ۱۶مې تقنینې دورې د اووم کال فعالیتونه بریالي ګڼي


د افغانستان ولسي جرګه د ۱۶مې تقنینې دورې د اووم کال فعالیتونه بریالي ګڼي.

د افغانستان د ملي شورا د ۱۶مې تقنیني دورې اووم کال پای ته ورسېد او د ولسي جرګې غړو د دلوې له لومړۍ ۴۵ ورځې ژمنۍ رخصتۍ پیل کړې.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه کال کې يې ګڼ کارونه په بري سره ترسره کړي او توانېدلي چې ډېر قوانین تصویب او بېلابېلې غونډې جوړې کړي.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي وویل:

"ولسي جرګې په حساسو شرایطو کې ۱۱ وزیرانو ته د باور رأیې ورکړې، په کورنیو او بهرنیو چارو کې یې پر حکومت فشار راوړ چې د ملت او حکومت ترمنځ رامنځته شوی واټن له منځه یوسي او کوم قوانین چې د فرمانونو په بڼه وو، هغه یې تصویب کړل."

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان هم د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې د اووم کال له لاسته راوړنو ډک وباله او ويې ویل چې په دغه کال کې دوی ۵۴ عمومي غونډې کړي چې د استیضاح یوه، د استجواب ۱۴، د استماع ۳ او ۳۴عادي غونډې په کې شاملې وې.

ده وویل، د قوانینو په تصویبولو او د خلکو د استازیتوب په برخو کې دوی ښه عمل کړی دی.

د ده په خبره، ولسی جرګې د قانون په برخه کې یې ۲۷ مصوبې لرلې چې درې پکې قانونې طرحې، اته تقنیني فرمانونه ، ۳ د ماليې او بودجې او ۴ په کې نړیوال سندونه وو.

ښاغلي عرفان وویل، دوی په دغه کال کې اوه تقنیني سندونه چې د ملي ګټو پرخلاف وو، رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغې جرګې د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۷ لمریز کال ملي بودجه د رأیو په اکثریت تصویب کړه.

یو شمېر افغان کارپوهان د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې د اووم کال له کارونو راضي نه دي او وايي چې دغه جرګه د ځینو مهمو قوانینو په تصویبولو، د حکومت پر اجراتو د څار او د خلکو د استازیتوب په برخو کې پاتې راغلې ده.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل:

"دوی د قانون او حتی د څار په چارو کې پاتې راغلي، څارنه چې ډېره ضروري ده، هغه یې نه ده ترسره کړې، د خلکو استازیتوب یې هم په همدې بڼه، دوې باید د خلکو غوښتنې او عمده ستونزې چې باید حل کړې یې وای او له منځه یې وړې وای، په دې نه دې توانېدلی."

ښاغلی رنجبر وايي، ولسي جرګه په دغه کال کې هم ونه توانېده چې د لوړو زده کړو او د دولت د اساسې تشکیلاتو قوانین چې ډېر مهم دي، تصویب کړي.

دی د ځینو قواننیو د نه تصویبېدو لامل د ولسي جرګې په عمومي غونډو کې د جرګې د غړو نه حاضرېدل ګڼي او دا هغه څه دي چې پخوا تر دې د یادې جرګې اداري پلاوي هم په دې اړه انتقادونه کړي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG