د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

ولسي جرګې ۱۱ کاندید وزیرانو ته د باور رأیې ورکړې


د افغانستان ولسي جرګې د حکومت له لوري د ۱۲ معرفي شویو نوماند وزیرانو له ډلې ۱۱ ته د تأیيد رأیه ورکړه، خو نرګس نهان چې د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده وه، له جرګې د باور رأیه تر لاسه نه‌کړه.

ولسي جرګې د روانې اوونۍ له پیله د یادو نوماند وزیرانو پرواګرامونه واورېدل او د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ورته صندوقونه کېښودل او رأیې یې ورکړې.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهیمي

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهيمي بریالیو وزیرانو ته د مبارکۍ تر څنګ د رأیې ورکونې د بهیر نتیجه داسې اعلان کړه:

"۱۲ نوماند وزیران چې د حکومت له لوري ولسي جرګې ته معرفي شوي وو، له ډلې يې ۱۱ وزیرانو د ولسي جرګې اعتماد خپل کړ او د وزیرانو په توګه وپېژندل شول، خو له بده مرغه د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده نرګس نهان ونه‌توانېده چې «۱+۵۰» رأیې ترلاسه کړي."

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په ناسته کې ۲۲۳ وکیلانو حضور درلود او د بریالیتوب لپاره نوماند وزیران اړ وو چې له ډلې یې د ۱۱۳ وکیلانو د تأیید رأیې خپلې او «۱+۵۰» پوره کړي.

د دوشنبې د ورځې په رأیه اچونه کې:

  • طارق‌شاه بهرامي د ۱۴۱ تأیید رأیو سره د دفاع وزیر
  • نصیر احمد درانی د ۱۴۴ تأیید رأیو سره د کرنې او مالدارۍ وزیر
  • مجیب‌الرحمن کریمي د ۱۲۹ تأیيد رأیو سره د کلیو او پراختیا وزیر
  • یما یاري د ۱۵۶ تأیيد رأیو سره فواید عامې وزیر
  • فیض‌الله ذکي د ۱۲۶ تأیيد رأیو سره د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر
  • شهزاد ګل اریوبي د ۱۱۵ تأیيد رأیو سره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر
  • ویس احمد برمک د ۱۷۳ تأیید رأیو سره د کورنیو چارو وزیر
  • مصطفی مستور د ۱۵۵ تأیيد رأیو سره د اقتصاد وزیر
  • محمد شفیق ګل اغا شیرزی د ۱۵۸ تأیيد رأیو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر​
  • نجیب‌الله خواجه عمري د ۱۲۴ تأیيد رأیو سره د لوړو زده‌کړو وزیر
  • وحید طهماسي د ۱۴۹ تأیید رأیو سره د ټرانسپورت وزیر

    «۱+۵۰» رأيې پوره او د وزیرانو په توګه وپېژندل شول.

خو نرګس نهان چې د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده وه، د ۱۰۷ تائيد رأیو په خپلولو سره ونه‌توانېده چې «۱+۵۰» رأيې پوره او یاد وزارت ته بریالۍ شي.

دغه ۱۲ نوماند وزیران د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له لوري ولسي جرګې ته د تأیید رأیې د خپلولو په هدف معرفي شوي وو.

ښاغلي دانش د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، دا کسان د تجربې او لیاقت له مخې ټاکل شوي او د جرګې له غړو يې وغوښتل چې شرایطو ته په پام سره د کابینې د بشپړېدو په هدف دوی ته د باور رأیه ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست د ولسي جرګې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د ولسي جرګې د دې پرېکړې هرکلی کوو چې زموږ اکثریت کاندید وزیرانو ته‌يې د اعتماد رأیه ورکړه، زموږ هیله هم همدا وه چې ولسي جرګه دغو کاندید وزیرانو ته چې وړتیا او تخصص‌يې درلود او د افغانانو خدمت‌يې یوازنۍ هیله ده، رأیه ورکړي."

د افغانستان ولسي جرګې له حکومته وغوښتل چې د نرګس نهان د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره بل نوماند وزیر او دغه‌شان د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په ګډون، د سترې محکمې د عالي شورا غړي هم دې جرګې ته د رأیې ورکونې لپاره معرفي کړي.

د حقوقي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر د ولسي جرګې دغه پرېکړه په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ د دوام د پای ته رسېدو او د ستونزو د هواري لپاره مهمه بولي، خو وايي ولسي جرګې باید د کانونو او پټرولیم وزارت نوماندې ته چې د دغه وزارت لپاره‌يې ښه پروګرامونه هم لرل، د تائيد رأیه ورکړې وی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

  • جزئیات قبلی

ولسي جرګې نن دوشنبه له یوې کاندید وزیرې پرته نورو ټولو ۱۱ کاندید وزیرانو ته د باور رأیې ورکړې.

د افغانستان حکومت د وزارتونو لپاره له دغو کاندیدانو؛

  • طارق‌شاه بهرامي - دفاع وزارت
  • ویس احمد برمک - کورنیو چارو وزارت
  • نصیر احمد دراني - کرنې وزارت
  • مجیب‌الرحمن کریمي - د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت
  • مصطفی مستور - اقتصاد وزارت
  • شهزاد ګل اریوبي - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
  • ګل اغا شیرزی - د قومونو او قبایلو چارو وزارت
  • فیض‌الله ذکي - د کار او ټولنیزو چارو وزارت
  • حمید طهماسي - د ټرانسپورت وزارت
  • نجیب‌الله خواجه عمري - د لوړو زده‌کړو وزارت
  • یما یاري - د فواید عامې وزارت

لپاره وتوانېدل چې د ولسي جرګې د باور رأیې ترلاسه کړي.

یوازې د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره کاندیده نرګس نهان ونه‌توانېده چې د ۲۲۳ حاضرو وکیلانو نه ټاکلې ۱۷۳ د باور رأیې خپلې کړي.

حکومت تر اوسه د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو لپاره کاندید وزیران ولسي جرګې ته نه‌دي معرفي کړي.

ولسي جرګه له حکومته غواړي چې ډېر ژر د دغو پاتې ۳ وزارتونو لپاره هم نوماند وزیران وروپېژني.

XS
SM
MD
LG